سه شنبه, اپریل 21, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهسریلانکايي لوبغاړی استرالیا کې پر یوې ښځې د جنسي تیري په تور...

سریلانکايي لوبغاړی استرالیا کې پر یوې ښځې د جنسي تیري په تور ونیول شو.

ويب ډیسک

په استرالیا کې د کرکټ د نړیوال شل اوریز جام په لړ کې، سریلانکایي لوبغاړی دانوشکا ګناتیلاکا نن یکشنبې نومبر شپږمه (لړم ۱۵) د سیډني ښار په یو هوټل کې، چیرې چې هغه اوسېده، پر یوې ښځې باندې د جنسي تیري په تور ونیول شو.

پولیس وایي د شنبې په ورځ د یوې نهه ویشت کلنې ښځې د شکایت وروسته يي تحقیقات پيل کړي. دې ښځې ادعا کړې چې دې سریلانکايي لوبغاړي ورباندې سیډني ښار ته څېرمه په یوه کور کې جنسي تیری کړی دی.

پر هغه تور دی چې د چهارشنبې په ورځ یې پر دغه ښځې باندې له جنسي تیري مخکې، له څو ورځو راهیسې، له هغې سره د انټرنیټ له لارې تماسونه نیولي وو.

د پولیسو د معلوماتو له مخې، په ۳۱ کلن ګناتیلاکا باندې د جنسي تیري څلور تورونه پورې شوي دي. محکمې ته د ویډیو له لارې د هغه د حاضرېدو غوښتنه رد شوېده او ټاکل شوې چې د دوشنبې په ورځ په فزیکي ډول محکمې ته حاضر کړل شي.

ګناتیلاکا له خپل ټیم سره د نړیوال جام د لوبو دپاره سیډني ته تللی و.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه