ويب ډیسک
د ملي مقاومت جبهې مشر احمد مسعود وايي په لومړیو کې مو هڅه وکړه چې طالبانو سره ستونزې له یوې سولیزې لارې حل کړو خو طالبانو ونه منله. احمد مسعود له دې وړاندې هغه مهال چې له طالبانو سره د افغان سولې خبرې روانې وې ویلي و که چېرې طالبان سوله وکړي نو چمتو دی چې طالبانو ته د خپل پلار وینه وبښي.
ښاغلي مسعود د اتلانتيک شورا سره په مرکه کې وویل، په لومړیو کې موږ ډېره هڅه وکړه چې طالبان پوه کړو چې د مشروع حکومت لپاره د ولس ملاتړ مهم دی او څنګه کېدلی شي واک په مشروع توګه ولېږدول شي، خو په وینا يې طالبانو خبرې ونه منلې او ورته یې د دندې د ورکولو وړاندیز وکړ.
په دغه مرکه کې ښاغلي مسعود وویل، طالبانو بدلون نه دی کړی، پر قانون او د خلکو پر رول بې باوره دي نو ځکه یې مشروعیت هم ترلاسه نکړ او په وینا یې د لویې جرګې تالار کې د علماوو وروستۍ غونډه او په هغه کې د دوی د مشر خبرو یو ځل بیا وښودله چې دوی بدلون نه دی کړی او حتی د پخوا په پرتله ډېر سخت دریځه شوي دي.
نوموړي ویلي، افغانستان یو ځل بیا د ترهګرو پر ځاله د بدلېدو په حال کې دی. د القاعده، ازبکستان اسلامي تحریک او نورو وسله والو ډلو فعالیتونه روان دي او طالبانو ورته د فعالیت زمینه برابره کړې ده . دی خبرداری ورکوي که چېرې ددغو ترهګرو مخنیوی ونشي او نړیوال د افغانستان وضعیت ته پاملرنه ونکړي نو دا به د ناورین د نه مخنیوي په اړه تېروتنه وي.
ښاغلی مسعود ادعا کوي چې په افغانستان کې د القاعده ډلې پراخ فعالیت پیل کړی او د کسانو په ګمارنو او پټنځایونو په جوړولو بوخته ده او د اسامه بن لادن زوی په افغانستان کې ازاد ګرځي.
د ملي مقاومت د جبهې مشر په داسې حال کې د القاعده او نورو ترهګرو ډلو د پراخ فعالیت په اړه څرګندونې کوي چې په تازه پېښه کې په کابل کې د دې ډلې مشر ایمن الاظواهري ووژل شو.
له القاعده او نورو ترهګريزو ډلو سره د طالبانو د اړيکو په اړه اندېښې په دې وروستيو کې بيا ډېرې شوي؛ امريکايي چارواکو په خپلو تازه څرګندونو کې ويلي چې طالبان اوس هم د القاعده په ګډون نورو ترهګروو ډلو سره اړيکې لري او دغه چاره د دوحې د تړون خلاف ده.
احمد مسعود داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې په افغانستان کې د داعش ډلې له لوري هم فعاليتونه ډېر شوي. په تازه پېښه کې دغې ډلې طالبانو ته نږدې شخص شيخ رحيم الله حقاني د يو بريد په پايله کې ووژه.


