دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهطالبانو په کابل کې د هند سفارت د دپلوماتیکي استازولۍ کچې لوړېدو...

طالبانو په کابل کې د هند سفارت د دپلوماتیکي استازولۍ کچې لوړېدو هر کلی کړی دی

ويب ډیسک

د طالبانو حکومت په کابل کې د هند سفارت د دپلوماتیکي استازولۍ کچې لوړېدو هر کلی کړی دی.
د راپورونو له مخې هند په دې وروستیو کې په کابل کې خپل سفارت ته نور دپلوماتان استولي دي.

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت د هند حکومت یاد ګام ستایلی او تمه یې ښودلې چې دې سره به د افغانستان او هند اړیکې لاوغوړیږي.

د دغه وزارت ویاند عبدالقهار بلخي پر خپل تویټر پاڼه لیکلي: “د افغانستان اسلامي امارت د هند دغه ګام ستايي چې غواړي په کابل کې د خپل سفارت د ډیپلوماټيکې استازولۍ کچه لوړه کړي، موږ به د امنیت تر څنګ د ډیپلوماتانو خوندیتوب ته هم زیاته پاملرنه او په چارو کي ښه همکاري ولرو.”

نوموړي زیاته کړې چې دې سره به په افغانستان کې د هند نابشپړه پروژې بشپړې او نوې پروژې به پیل شي.
د هند د بهرنیو چارو وزارت تر دا مهاله رسماً په دې اړه څه نه دي ویلي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه