یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهد‌ کانکور ازموینې به سږ کال په ټاکل شوي وخت نه کیږي

د‌ کانکور ازموینې به سږ کال په ټاکل شوي وخت نه کیږي

ويب ډیسک

‏لوړو زده کړو وزارت وايي، چې د کانکور ازموينه به د روان کال د ليندۍ له مياشتې وروسته واخيستل شي.
د لوړو زده کړو وزارت وياند احمد تقي وايي، چې د کروناويروس او د تحولاتو له امله د لوړو زده کړو درسي بهير ځنډېدلی و، هغه محصلين چې وروستی کال او وروستی سميستر یې دی، تر اوسه پورې نه دي فارغ شوي، کله چې هغوي فارغ شول د نويو محصلینو ته به ځای پيدا شي او جذب به شروع شي.
نوموړی زياتوي، د کانکور ازموينه به تر پخوا ډېره شفافه وي او په هيچا به هيڅ ډول بنديز هم نه وي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه