سه شنبه, اپریل 21, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهد نیمروز په سرحد کې د طالبانو او ایراني ځواکونو نښته

د نیمروز په سرحد کې د طالبانو او ایراني ځواکونو نښته

ويب ډیسک

د طالبانو امنیتي چارواکي وايي له ایران سره په ګډ سرحد کې د طالبانو د وسله والو او ایراني سرتېرو ترمنځ نښته شوې چې په پایله کې یې د رویټرز خبري آژانس د خبر له مخې د افغانستان لوري ته یو تن وژل شوی دی.

آژانس د نیمروز د امنیه قوماندانۍ د ویاند بهرام حقمل له قوله خبر ورکوي چې وايي، د دوی له لوري یو تن وژل شوی او یوټپی دی. بهرام زیاتوي چې د دې نښتې علت تراوسه روښانه نه دی. د ایران نیمه دولتي خبري آژانس فارس د ایران خوا ته د هیرمند د ولسوال میثم برازنده له قوله خبر ورکړی چې نښته درېدلې او تلفات نه لري.

سیمه ایزو سرچینو رویټرز ته ویلي دي چې د افغانستان لوري ته د دې سرحدي سیمې خلک د جګړو پرمهال له خپلو کورونو ووتل. پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو په راوروسته موده کې د طالبانو ځواکونو څو ځلې په ګډ سرحد کې له ایراني پوله ساتو سره نښتې کړې دي. طالبانو همداراز په وار وار د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې له پاکستاني پوځیانو سره هم نښتي دي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه