راپور :حمیدالله شیراني
د بلوچستان او خيبرپښتونخوا ايالت په پولیزه سیمه شېرانې کې تېره ورځ پولیزو ملېشو دوه څلوېشت افغانان چې په کې مېرمنې او ماشومان هم شامل و، نيولي او بيا يې ځايي پوليسو ته سپارلي دي. نيول شوي افغانان چې زيات شمېر د ځوانانو دی، نن د جمعې په ورځ د ږوب سيمې په ځايي محکمه کې وړاندي شوي او بيا د پوليسو قومندانۍ (حوزې) لیږدول شوي دي.
ځايي چارواکي وايي، چې نيول شوي د فارن ايکټ قاڅ لاندې نيول شوي، چې وروسته به بېرته افغانستان ته ولېږدول شي.
د افغانانو دغه ډله په داسي وخت کې نيول شوې، چې غوښتل يې د ږوب له لارې ډېره اسماعيل خان او بيا وروسته پېښور او نورو سيمو ته سفر وکړي. خو ځايي چارواکي وايي چې ياد کسان يې له دې امله نيولي چې د پاکستان ته د راتګ قانوني اسناد يې نه درلودل.
تر دې وړاندې هم په ياده سيمو کې په وار وار بلوچستان څخه خيبرپښتونخوا ته تلونکي افغان کډوال نيول شوي او بيا وروسته يا خو ځايي پوليسو ته سپارل شوي او يا هم بېرته پر پوله افغانستان ته اړول شوي دي.
ږوب د بلوچستان او خيبرپښتونخوا تر منځ پرته سيمه ده، چې له دې لارې هره ورځ زرګونه خلک پلازمېنه اسلام اباد، لاهور، پېښور او نورو سيمو ته سفر کوي. افغانان هم چې د سپين بولدک او چمن له لارې بلوچستان ته راشي، له همدې لارې نورو سيمو ته ځي، خو د بلوچستان او خيبرپښتونخوا ترمنځ په غرنۍ سيمه دهانه سر کې جوړ د ملېشه ځواکونو پر جوړه پوسته درول کېږي او کارټونه يې کتل کېږي.
افغانان شکايت کوي، چې په بلوچستان کې پر د سرحدي ملېشو، پوليسو او لېويز ځواک پر پوستو نه يوازي درول کېږي، بلکې ځوورل کېږي هم. په تېره بيا هغه مساپر چې ناروغان وي، له سخت کړاو سره لاس او ګرېوان وي.
په وروستيو په نيول شوو افغانانو کې ځيني ناروغان او يوه ناوې هم وه. که څه هم دوه ناروغانو ته خو د روغتيايي وضعيت له امله اجازه ورکول شوه چې پر پوسته تېر شي، خو البته ناوې او زوم د واده لومړۍ شپه د پوليسو په قومندانۍ کې تېره کړه.
په خواله رسنيو د افغانانو په نيولو د مدني ټولنې د فعالينو او ملتپاله سياسي ګوندونو له خوا سخت غبرګون ښودل شوی او دا کار د انساني حقونو ضد کار بلل شوی دی.


