یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهنننۍ چاودنه ديوه بل نا ببره وحشتناک تاوتريخوالي نښه ده چې لاهم...

نننۍ چاودنه ديوه بل نا ببره وحشتناک تاوتريخوالي نښه ده چې لاهم دافغانستان خلک ورسره لاس ګريوان دي.

پښتو جرنل

دملګرو ملتونو دسرمنشي مرستيال ځانګړی استازی او دافغانستان لپاره د بشردوستانه مرستو همغږۍ کونکی ډاکټر راميز الاکبروف، په کابل کې د کريکټ په نړيوال لوبغالي کې د نن مازديګر وحشيانه بريد په کلکو ټکو غندي، چې د رپوټونو پر اساس دلوبې د ننداره کونکو په منځ کې يې تلفات رامنځته کړل، خو ارقام يې تراوسه ندي روښانه.

دلومړنيو رپوټونو پر اساس مازديګر شاوخوا ۴:۱۰ بجې د پامير زلميانو او بند امير ښامارانو د لوبډلو ترمنځ د شل اوريزې لوبې پرمهال دکابل په حضوري چمن سيمه کې د کريکټ په نړيوال لوبغالي کې چاودنه رامنځته شوه. دسيمې روغتونونه وايي چې يو زيات شمير قربانيان يې ور وړي دي.

ډاکټر راميز الاکبروف چې دبريد پرمهال د وينا لپاره په لوبغالي کې حضور درلود، دقربانيانو کورنيو ته تسليت وړاندې کوي او ټپيانو ته دبيړنۍ روغتيا هيله کوي.

ښاغلي الاکبروف وويل: ” ننۍ چاودنه ديوه بل نا ببره وحشتناک تاوتريخوالي نښه ده چې لاهم دافغانستان خلک ورسره لاس ګريوان دي.” هغه وايي: ” ورزش خلکو ته هيله ورکوي، ماشومانو او نسلونو ته په مساوي ډول الهام ور بښي، د خنډونو په له منځه وړلو او دټولنو په يووالي او راغونډولو کې مهم رول لوبوي او د وياړ يوه مهمه سرچينه او منبع ده. زه يوځل بيا ټينګار کوم چې پر خلکو بريد، له هغې ډلې په ورزشي ځايونو جدا ممنوع دي”.

ډکتر الاکبروف ددغې پيښې دبشپړو او شفافو پلټنو او دهغې دعاملانو دمحاکمه کولو غوښتنه کوي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه