دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهکابل کريکټ لوبغالي کې چاودنه شوې

کابل کريکټ لوبغالي کې چاودنه شوې

ویب ډیسک
عیني شاهدان وايي، چاودنه په ځايي وخت د مازیګر پر شاخوا څلورو بجو هغه مهال شوې چې کله په لوبغالي کې کريکټ سیالي روانه وه.
په دغه لوبغالي کې د شپږیزې په نوم کريکټ سیالي روانې دي.
د شپږیزې یوه مبصر چې نه غواړي نوم یې خپور شي او همدا دا اوس په کريکټ لوبغالي کې دی، دویچه ویله ته همدومره وویل چې په لوبغالي کې دننه چاودنه شوې ده، خو په دې اړه ډېر څه نه شي ویلی.
یوه عیني شاهد فهیم هم وویل، چاودنه د لوبغالي دننه د نندارچیانو په منځ کې شوې ده؛ خو د مرګ ژوبلې په اړه مالومات نه لري.
نن جمعه د کريکټ سیالیو ته ګڼ شمېر نندارچیان ورغلي وو. تر اوسه د چاودنې د نوعیت په اړه څه نه دي ویل شوي.
ځايي رسنیو خبر ورکړی چې د چاودنې له ځایه روغتونونو ته ټپیان انتقال شوي، خو رسمي سرچینو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
پر خواله رسنیو یوه ویډیو خپره شوې، چې له چاودنې وروسته پکې د لوبغالي دننه لنډه صحنه او څو ټپیان ښکاري.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه