ویب ډیسک
د افغانستان اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن مازدیګر د چاپېریال ساتنې ملي ادارې رهبري پلاوي سره په غونډه کې په ۱۴۰۰ کال کې د نیالګیو اېښودو او د هغو د ساتنې او پالنې په اړه د دغې ادارې د فعالیتونو راپور واورېد.
په دغه غونډه کې چې په ګلخانې ماڼۍ کې وشوه، په پیل کې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې لوی رئیس شاه زمان میوندي وویل، د تېر په پرتله د نیالګیو اېښودو او د هغو د ساتنې او پالنې په موخه واضح اهداف تعیین شوي دي.
نوموړي دېته په اشارې چې د چاپېریال ساتنې ملي اداره په پام کې لري سږ کال په ټول هیواد کې ۲۵ میلیونه نیالګي کېږدي زیاته کړه، د خلکو مشارکت زیات شوی او له بېلابېلو ادارو په ځانګړي ډول کرنې اوبولګولو او مالدارۍ، کلیوپراختیا او ښارجوړولو او ځمکو وزارتونو او د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې او ښاروالیو سره، ښه همغږي او همکاري رامنځته شوې ده.
وروسته د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د طبیعي میراثونو د ساتنې رئیس جلال الدین ناصري سږکال د نیالیګو اېښودو عملیاتي پلان او په دې موخه د لازمو اقداماتو په اړه، پریزنټېشن وړاندې کړ.
نوموړي زیاته کړه، د نیالګیو اېښودو بهیر د بریا په خاطر له دولتي، خصوصي او بین المللي ارګانونو سره د چاپېریال ساتنې ملي ادارې همغږي زیاته شوې ده.
جمهوررئیس غني د یادو خبرو له اورېدو وروسته، د نیالګیو اېښودو او ځنګلونو ساتنې په برخه کې د المان او سویلي کوریا هیوادونو بریالیو برنامو ته په اشارې، د چاپېریال ساتنې ملي ادارې ته لارښوونه وکړه چې خپل فعالیتونه پر پخوا زیات چټک کړي.
جمهوررئیس څرګنده کړه، ځنګلونه واضح طبقه بندۍ ته اړتیا لري او همداراز د کانالونو د واضح او د نیالګیو اېښودو د کاري پرمختګ مستند راپورونه وړاندې کړئ. جمهوررئیس په ټینګار وویل، د چاپېریال ساتنې پیاوړتیا په موخه باید واضح لیدلوری رامنځته شي.
د هیواد جمهوررئیس څرګنده کړه، د ځنګلونو د بیارغاونې، د کرنې پراختیا او اوبو د مدیریت په برخه کې دې د ډاکټر ناکامورا له طرحو استفاده وشي.


