سه شنبه, اپریل 21, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهزلزله ولې راځي

زلزله ولې راځي

ليکنه: انجنیر محمد خان غورځنګ

زلزله یوه طبیعی او اندوجینی پدیده ده، چی د ځمکی په قشر کی لړزی را منځته کوی او د ځمکی د داخلی قواوو انعکاس راښیی . کیدای شی چی زلزله د خارجی عواملو لکه ړنګیدل( سقوط)د موجونو شدت او د انسانی کړنو او فعالیتونو ( چی مصنوعی زلزله بلل کیږی ) له مخی هم رامنځته شی
د زلزلی پدیده په پراخه کچه د ټولو قارو ، سمندرونو په تلونو او بحیرو کی تر سترګو کیږی . زموږ په خاورینه کره ( ځمکه) کی د زلزلو شمیره په یو کال کښی تر څو سوو زرو پوری رسیږی چی په منځنی ډول یو او یا دوه زلزلی په یوه دقیقه کښی پیښیږی او دا زلزلی د خپل قوت او زور له مخی ډول ډول دی چی د هغوۍ شمیره یوازی په دقیقو او حساسو ( سایزموګرافونو) سره کولای شو چی ثبت او یو شمیر یی خپله د خلکو له خوا هم حس کیدلای شی.
په طبعیت کی زلزلی په غیر منظم ډول سره منځته راځی چی په یوه ساحه کښی کیدای شی شدیده وی او په نورو ساحو کښی دومره زوروره نه وی او یا هیڅ د حس کولو وړ نه وی .
زازلی د پیښیدو په علت په تکتونیکی او اورغورځوونکو زلزلو ویشل کیږی چی لومړۍ ډله یی د ځمکی په ژورو ( درزونو او چاودونو) کی د موادو د حرکت په برسی ، او دوهمه ډله بیا د اورغورځوونکو په فعالیت پوری اړه پیدا کوی.
د زلزلی تشریح کول یوه ډیره پیچلی موضوع ده ځکه چی دا ټوله پروسه د څو ثانیو په لړ کی را منځته کیږی او انسان نشی کولای ټول رنګارنګ پیښ شوی تغیرات چی په طبعیت کی رامنځته کیږی وڅیړی ولی معمولآ ټوله پاملرنه هغو شیانو ته چی د تخریب په پروسه کی منځته راځی ، اوړی.
څیړونکـی دی پایلی ته رسیدلی دی چی د زلزلی د موجونو (څپو) سرچینه په ځینو سیموکښی تر لس او ۱۵ کیلومترو پوری منځته راځی چی همدا مرکزی ژوروالی د زلزلی د محراق « هایپوسنتر» په نوم یادول کیږی چی د زلزلو دا هایپوسنترونه نه یواځی د ځمکی سطحی ته نږدی ، بلکی د قارو په شاوخوا او حتی د سمندرونو په تلونو کښی هم منځـته راځی چی د څپو ( موجونو) د جوړولو لامل کیږی چی د سونامی په نوم یادول کیږی د سونامی د څپو سرعت د سمندرونو د ژوروالی په نظر کی نیولو سره له ۲۰ تر ۳۰۰ مترو په ثانیه کی او د څپو لوړوالی یی بیا تر ۳۰ مترو پوری اټکل شوی دی.
کله چی هایپو سنتر د اوسیدلو په سیمو کی شتون ولری بیا نو زلزله له خبله ځانه یو ستر ناورین رامنځته کوی دا ډول ورانونکی زلزلی په جاپان ، چین، چیلی ، فیض آباد او داسی نورو سیمی د زلزلو په تخریب کی راځی
د زلزلی ماهیت
اندوجینی زلزلی په ځانګړی ټکانونو او یا په ټوله کښی امکان لـری چی د ځمکی پهد ژورو کښی کومی چاودنی [ی منځته راځی ، اړه پیدا کړی چی د هغوۍ ماهیت تر اوسه پوری ندی مالوم شوی . زلزلی د محراق د ژوروالی په پام کی نیولو سره په لاندی څلورو ډولونو سره میشل کیږی :
1- سطحی زلزلی چی د محراق ژوروالی یی تر ۱۰ کیلومترو څخه کم وی.
2- نورمالی زلزلی چی د محراق ژوروالی یی له ۱۰څخه تر ۶۰ کیلومترو پوری وی.
3- منځنۍ زلزلی چی د محراق ژوروالی یی له ۶۰ څخه هر ۳۰۰ کیلومترو پوری وی.
4- ژوری زلزلی چی د محراق ژوروالی یی له ۳۰۰ څځه تر ۸۰۰ کیلومترو پوری وی.
منڅنــۍ زلزلی د ځمکی مخ ته د ډیرو تخریباتو لامل کرځی د زازلو ځانګړتیا نه یواځی د جانون په موقعیت پورب ، بلکــی په هغه چاپیریال پوری چی زلزله پکښی را منځته کیږی ، ډیره اړیکه لـری همدا لامل چی یو یوه عالم ( ګارشکوف) زلزلی په لاندی دریو ډولونوویشلی دی:
1- پورتنۍ ( آبی سایزمی) زلزلی چی د ځمکی په رسوبی سیمو کښی منځته راځی .
2- متوسطی یا منځنۍ ( میزو سایزمی) زلزلی چی د ځمکی په بازالتی او ګرانیتی طبقو کښی را منځته کیږی .
3- هایپو سایزمی زلزلی چی د ځمکی د هستی په پوښ اویا مانتیه کښی رامنځته کیږی .
هایپوسنتر یا محراق د انرژی د ازادولو په پایله کښـۑ په نږدی ډبرو باندی لوړ او زیات فشار واردوی چـــې په لومړیو کښۑ د انقباض او بیا وروسته د انبساط لامل کېږی چۑ همدا عملیه د زراتو د اهتزازی حرکت سبب او سایزمیکی موج رامنځته کوی چـې د هایپو سنتر څخه هر لوری ته خپریږی او دا سایزمیکی موج ( څپه) د فاصلی د ډیروالی په بام کی نیولو سره ، کمزوري کۑږی ځکه چې د زراتو کوم چی په لیری فاصله کښۑ پراته دی ، د لړزیدو لمن کموی دزراتو آعظمی لړزه د موج د انتشار په ساحه کښې صورت نیسی او به دی ځای کښۑ موجونه چی د طولی موجونو(P) همدارنګه د انقباضی او انبساطی موجونو به نام هم یادول کېږی ، پراخوالی پیدا کوی او د انتشار په لوری کی اساسی زرات ورو ورو په حرکت راولی یعنی پر طولی موجونو عمود وی او دا څپي ( موجونه ) د عرضی (S) څپو یا د جسم د تغیر څپو په نوم هم یادول کیږی .
د یادونی وړ دی چی لومړی طولی څپی د ځمکی سطحی ته رسیږی او د هغوۍ په تعقیب بیا عرضی څپی ښکاره کیږی او شا وخوا خپریږی د موجونو د انتشار مسیر(لوري) د موج سایزمیکی شعاع بلل کیږی چی ددی سایزمیکی موج سرعت د موادو په فزیکی خواصو ( ځانګړتیاوو) پوری اړه پیدا کوی یعنی په هره اندازه چی د موادو (محیط) ارتجاعیت ډیر وی په هم هغه انازه د سایزمیکی موجونو سرعت هم ډیر وی . طولی موجونه د ځمکی له ټولی کری څخه د ۲۲ دقیقو به اوږدو کی ، تیریږی .
لکه مخکی چی وویل شول د زلزلی قوه د ډبرو په خواصو پوری چی د هغوۍ څځه تیریږی ، اړه پیدا کوی سایزمیکی موجونو سرعت د تیریدلو په وخت کښۑ په نرمو او پستو ډبرو کی د کلکو ډبرو په نسبت ژرسستیږی .
د ځمکی په مختلیفو سیمو کی زلزله یو وخت منځته نه راځی دا پیښه په مختلیفو وختونو کی د زلزلی د موجونو په رارسیدلو پوری اړه لــری.

د زلزلی د زیانونو سره د مبارزی لپاره د زلزلی د قوی مالومول ډیر اړین دی . د زلزلو ډله بندي په ۱۶ میلادی پیړۍ کی د لومړي ځل لپاره رامنځته شوه د سترو محقیقینو له لوری زلزلی په لسو او ۱۲ ګروپونو وویشل چی په هر ګروپ کی د زلزلی قوه په بال اندازه شوی ، بال یواځی د زلزلی نسبی قوه ښکاره کوی .
دزلزلی مطالعه او عملی اهمیت یی
د زلزلی مطالعه ډیره مهمه ده ځکه چی زلزلی د بشر لپاره هلاک کوونکی دی نننی علوم لا ندی توانیدلی چی د زلزلی د قوی له مخی چی کوم وراني او هلاکتونه منځته راځی ، له منځه یوسی او یا یی کم کړی اما کولای شی کوم زیانونه چی بشر ته اوړی ، څه نا څه مخه ونیسی او یا یی کم کړی ددی ټولو ستونزو حل کول په لاندی ډول سره دی:
۱ – د هغو سیمو به نښه کول چی هلته د زلزلو د پیښیدلو امکان وی .
۲- په مختلیفو سیمو کښې د زلزلی د احتمالی قوی تعینول.
۳- د زلزلو پر وړاندی د زلزلی د قوی سره برابر د ودانیو جوړول.
۴- د مرګونو زلزلو د پیښیدو یا منځته راتلو په اړه وړاندوینه ترڅو خلک وکولای شی چی ځانونه وژغوری .
نننی عصری علوم په دی لټه کښې دی چی پورتنی یادول شوی مسایل حل کړی اوس څیړونکی او پوهان کوښښ کوی چی د ځمکی د تکتونیکی جوړښت د برسی او د مخکینیو پیښی شویوو زلزلو اپی سنترونه دقیقآ مالوم کړی او برسیره پر دی هره څومره چی د تیرو زلزلو په اړه پوره او کره مالومات ولرو او د نننیو زلزلو قوه دقیقآ ثبت شی په هم هغه اندازه به د راتلونکو زلزلو د قوی په اړه ، پوره مالومات ولـرو.
لکه چی مخکی یادونه وشوه چــۑ ډېــري زلزلی د ځمکی په تکتونیکی شرایطو پوری اړه لــری او له همدی مطالعی څخه کولای شو چی په سیمو کښۑ د احتمالی زلزلو د پیښیدو ساحی په ګوته کړو او په نقشو کی د راتلونکو پیښیدونکو زلزلو ساحی په نښه کړو او د زلزلو اعظمی بال وښودل شی.
دلته اړینه ده چی خپله زلزله خلکو ته زیانونه نه اړوی ، بلکــی همدا بی بنسټه او پخپل سر ودانۍ دی چی اولسونه ته د همدی ودانیو د چپه کیدو پر مهال زیانونه ور اړوی .
تجربی ثابته کړی ده چی د زلزلی د بیښیدلو سیمو کی کولای شو چی داسی ودانۍ جوړی کړو چی د زلزلی پر وخت له خپله ځانه مقاومت ولری له هرڅه نه وړاندی اړینه ده چی د خاورو خواصو ته چی ودانیو په بنستونو کی ورڅخه کار اخلو ، پاملرنه وشی د ودانیو د جوړښت پر مهال باید له کلکو ډبرو څخه کار واخیستل شی . نرمی او کم ضخامت لرونکی طبقی چی سستی وی لکه جغله سنګ( کریړ) شګی لرونکی خاوری او داسی نوری چی اوبه لرونکی اوښوونکی وی د ودانیو د جوړولو لپاره وړ نه دی .تجربی ثابته کړی ده چی دوه ډوله ودانۍ د زلزلو پر وړاندی ښه ازموینه ورکړی ده :
لومړی ډول هغه ودانۍ د لرګو څخه جوړی شوی وی او بامونه یی یو له بل سره ښی او ټینګی اړیکی ولری چی تیرو زمانو کی خلکو په کلیو کی خپل کورونه یو له بل سره نښلول ځکه چی دا ډول ودنۍ د ټوکریو په شان د زلزلی پر وړاندی مقاومت لــری.
دوهم ډول ودانۍ په ښارونو او کلیو کښې رواج دی چی د ساړه اقلیم سره سرو کار لـری کوم مواد چی هلته کارول کیږی اوسپنه او کانکریټ دی او بنسټونه هم خورا کلک وی د ودانۍ لاندینۍ برخه باید ښه کلکه وی
باید یادونه وشی چی د زلزلی پر وړاندی د ودانیو د جوړولو پر وخت د اور لګیدلو ته زیاته پاملرنه وشی او د اور لکیدنی پر ضد لاری چاری هم په نظر کی ونیول شی او بله چی خورا اړینه بریښی دا دی چی خلکو ته د زلزلو د زیانونه په اړه پوره ، کره او بشپړ( ټولپوهنه) مالومات ورکړل شی.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه