دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهعزیزالله فضلي د طالبانو حکومت د امنیتي ځواکونو لخوا نیول شوی دی.

عزیزالله فضلي د طالبانو حکومت د امنیتي ځواکونو لخوا نیول شوی دی.

ويب ډیسک

د افغانستان د کرکټ بورډ پخوانی رئیس عزیزالله فضلي د طالبانو حکومت د امنیتي ځواکونو لخوا نیول شوی دی.
د کابل امنیه قوماندانۍ یوې امنیتي سرچینې د نوم نه خپرېدو په شرط امریکا غږ ته وویل چې عزیزالله فضلي تیره ورځ هڅه کول کرکټ بورډ ته په داخلېدو سره ځان ددغه بورډ نوی رئیس اعلان کړی، خو وايي چې د یاد بورډ امنیتي ساتونکو یې مخه نیولې ده.
امنیتي سرچینې نن دوشنبه جولای څلورمه (چنګاښ ۱۳) امریکا غږ ته وویل چې هغه د طالبانو د مشر په نوم د خپلې مقررۍ جعلي مکتوب له ځان سره کرکټ بورډ ته وړی و.
یادي سرچینې وویل چې وروسته د طالبانو رئیس الوزرا د نوموړي د نیول کېدو امر وکړ چې ونیول شو.
دغه سرچینې زیاته کړه: “عزیزالله فضلي تیره ورځ له یو جعلي مکتوب سره کرکټ بورډ ته تللی و، وسله وال کسان هم ورسره و، د بورډ ساتونکو یې مخه نیولې، وروسته هوايي ډزې هم شوي، تر هغه وروسته رئیس الوزرا د نوموړي د نیولو امر وکړ اوس نیول شوی او بندي دی.”
پر همدې مهال د افغانستان کرکټ بورډ کې هم یوې سرچینې امریکا غږ ته وویل چې عزیزالله فضلي له رسمیاتو پرته هڅه کول چې کرکټ بورډ ته داخل شي چې د امنیتي ساتونکو لخوا یې مخه نیول شوې.
دغه سرچینې وویل: “د اصولو له مخې نوموړی باید رسمیاتو کې راغلی وای اما عزیزالله فضلي صاحب له رسمیاتو وروسته کرکټ بورډ ته راغلی و امنیتي مسولینو ورته ویل چې تاسې باید رسمیاتو کې راغلی وای بل دا چې د اصولو له مخې که یو څوک ځان نوی رییس معرفي کوي نو باید د رسمي مرجع ادارې امور له لوري د قانوني اسنادو د پروسې له تکمیلدو وروسته معرفي کیږي حال دا چې دا کار هم ندی شوی.”
عزیزالله فضلي تر دې مخکې هم د افغانستان کرکټ بورډ مرستیال او رئیس تیر شوی دی.
بلخوا کرکټ بورډ ته د نوموړي د تیرې ورځې تګ هم پر ټولنیزو رسنیو پراخ غبرګونونه پارولي د هغه دغه عمل یې غندلی دی، خو خپله عزیزالله فضلي تر دا مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه