سه شنبه, اپریل 21, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهد غونډې پړیکړه لیک :نړیواله ټولنه دې ا.ا د مشروع نظام په...

د غونډې پړیکړه لیک :نړیواله ټولنه دې ا.ا د مشروع نظام په حیث په رسمیت وپېژني

ويب ډیسک
د علماوو لویه غونډه د یوولسو مادو په پرېکړه لیک پای ته ورسېده.
افغانستان کې د حاکم اسلامي نظام ملاتړ، نړیواله ټولنه ا.ا د مشروع نظام په حیث په رسمیت وپېژني، د نشه‌يي توکو کښت، تولید، قاچاق او استعمال د مخنیوي په اړه د صادر شوي فرمان په ټینګه ملاتړ او له ګاونډیو هېوادونو، سیمې او نړۍ سره د عدم مداخلې له سیاست او د هغوی پر خلاف د افغانستان له خاورې د نه استعمال په اړه د ا.ا د موقف ملاتړ د دغه پرېکړه لیک په مادو کې شامل وو.
دغه راز په پرېکړه لیک کې راغلي، د ا.ا پر وړاندې درېدل بغاوت دی او مخنیوی یې په خلکو او نظام واجب دي؛ داعش یوه فتنه‌ګره ډله او خوارج دي او له دوی سره هر ډول مرسته او تعلق شرعا ناروا دي.
د هېواد علماوو په دغه پرېکړه لیک کې له ا.ا څخه وغوښتل، چې ملي وحدت نور هم پیاوړی او ارضي تمامیت څخه ساتنه وکړي.
د دې تر څنګ د پرېکړه لیک په مادو کې د ا.ا له لوري هېواد ته د بهر تللیو شخیصتونو د رابللو پروسې ملاتړ شوی دی.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه