ويب ډیسک
د جنوبي وزیرستان نه د قومي اسمبلۍ غړی او د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ علي وزير چې د کراچۍ په جناح روغتون کې د وارډ نه بهر راوتلی او احتجاج يې پېل کړی وو، د پي ټي اېم يو زمه وار محمد شېر مسید وايي، د پوليس چارواکو سره د خبرو وروسته علي وزیر بيرته وارډ ته لاړو.
مسيد وويل، پوليسو علي وزير ته باور ورکړو چې سبا د زیارت په ورځ [23 جون] به یې بيرته جېل ته بوځي يا به يې د قومي اسمبلۍ په غونډه کې د ګډون دپاره اسلام اباد ته ولېږي.
علي وزیر د ګل او نهې په مينځنۍ شپه کې جناح روغتون ته د علاج دپاره بوتلی شوی وو. او نن ماسخوتن په ټولنيزو رسنیو د علي وزير د جناح روغتون څخه ويډيو خپره شوې چې پکې نوموړي دعوه کړې چې په هغه په روغتون کې دوه ځله بريد شوی خطره ده ورته، هغه دې يا جېل ته او يا د قومي اسمبلۍ د سپيکر په پروډکشن ارډر اسلام اباد ته د قومي اسمبلۍ غونډې ته ګډون له بوځي.
وي او اې ډیوه د جناح روغتون د مشر ډاکټر شاهد رسول سره په دغه اړه د رابطې هڅه کړې خو هغه ورته جواب نه دی ويلی، او نه د سيند صوبې کوم حکومتي چارواکي په دغه اړوند څه ويلي دي.
د قومي اسمبلۍ د سپيکر سيکرټريټ د علي وزیر په قومي اسمبلۍ کې د ګډون امر/ پروډکشن ارډر د نهې/ سه شنبې په ورځ [21 جون] جاري کړی وو.


