دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهنورستان :د واورې اورېدنې او توپان له امله یو ملکي وګړی مړ،...

نورستان :د واورې اورېدنې او توپان له امله یو ملکي وګړی مړ، دوه ټپیان شوي

ویب ډیسک

د نورستان ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې د واورې اورېدنې او توپان له امله یو ملکي وګړی مړ، دوه ټپیان او نیږدې دوه زره څاروي تلف شوي دي.

 

طبیعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي ادارې رئیس قیام الدین جانباز دا شمېرې تائید کړي دي او زیاته کړې یې ده، چې دغه څاروي د نورستان په وانت وایګل او نورګرام ولسوالیو کې مړه شوي دي.

 

د نورستان د اطلاعاتو او کولتور رئیس مولوي سمیع الحق حق بیان هم دویچه ویله ته ویلي، دغه ولایت کې د واورې ورېدنې له امله یو کس مړ، دوه زخمیان او زرګونه څاروي تلف شوي دي.

 

نورستان د افغانستان ختیځ کې غرنی ولایت دی، چې سوړ موسم لري او ډېر کله ترې د طبیعي پېښو پر مهال د مرګ، ژوبلې خبرونه خپرېږي.

 

هاخوا د ننګرهار اوسېدونکو دویچه ویله ته ویلي، د دغه ولایت په اچین ولسوالۍ کې هم د باران پر مهال یو کور نړېدلی چې یو کس پکې مړ او پنځه نور ژوبل شوي دي او دغه راز په دره نور ولسوالۍ کې هم د باران او توپان له امله لسګونه څاروي مړه شوي دي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه