یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهافغانستان یو ځل بیا له ناورین سره مخامخ دي

افغانستان یو ځل بیا له ناورین سره مخامخ دي

لیکنه : محب الله 

دا ځل په افغانستان کې د جګړې او چاودنې نه، بلکې په طبیعي ناورین کې  تر ۱۰۰۰ نه زیات کسان وژل شوي او تر ۲۰۰۰ نه زیات ټپيان او زرګونه نور بې کوره شوي، طالبانو له نړۍ  نه د مرستې غوښتنه کړې ده.

افغانان یو بدبخته ملت دي ،کله افغانان د دې طبیعي پیښو قرباني شې او کله بيا په جګړه يا د بمې چاودنو ښکار شي .

افغانستان له تیرو څلویښتو کلونو راهیسي د کورنیو جګړو قرباني دي او په ملیونونو افغانان پاکستان او نورو هیوادونو ته کډه شوي دي، په اګست میاشت کې د طالبانو د رژیم له پرځیدو وروسته تېر کال افغانانو د هوساینې ساه اخیستې وه او په افغانستان کې مرګه او ژوبله کمه شوې او ختم شوې وه –

خو د جون په ۲۲مه شپه د افغانستان په خوست او پکتیکا ولایتونه  د ۶.۱ درجې زلزلې ولړزولې او په څو ثانیو کې یې ډېر کلي له خاورو سره خاورې کړل.

بې کوره او د شنه اسمان لاندې ژوند کولو ته اړ شول
د اطلاعاتو تر مخه زرونه زیات کسان مړه او دوه زره نه زيات کسان ژوبل شوي او په زرګونو کسان بي کوره شوي.

د امريکا د جيولوجيکل سروې له مخې، دغه زلزله له خوست ښار څخه شاوخوا ٢٧ ميله (٤٤ کيلومتره) د پاکستان پولې ته څېرمه شوې او ژوروالى يې ٣١،٦ ميله (٥١ کيلومتره) و. بل خوا د افغان چارواکو او رسنیو د راپورونو له مخې  د تلفاتو شمېر
د کورنیو چارو وزارت یوه چارواکي صلاح الدین ایوبي وویل، د زیاتوالي اوس ویره شته ځکه چې ځینې کلي په لیرې پرتو غرنیو سیمو کې دي او د جزیاتو راټولول به یو څه وخت ونیسي.

تر ټولو زیات مرګ ژوبله په پکتیکا ولایت کې شوې ده. د پاکستان پولې ته څېرمه له سیمې څخه اخیستل شوي انځورونه ښيي چې قربانیان د چورلکې له لارې سیمې ته لېږدول کېږي. که له یوې خوا په افغانستان کې خیریه موسسې  له زلزله ځپلو سره په مرستو بوختې دي، له بلې خوا افغان کرکټ لوبغاړي راشد خان، محمد نبي او پاکستاني لوبغاړي محمد رضوان هم په دې سخت وخت کې له خپلو افغان وروڼو سره د مرستې لپاره لاس په کار دي. حکومت له نړۍ هم وغوښتل چې په دې سخت وخت کې له موږ سره مرسته وکړي۔

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه