ويب ډیسک
د حوادثو سره د مبارزې وزارت معین مولوي شراف الدین مسلم د معلوماتو ورکولو پر مهال په یوې مرکې کي ویلي چې په اته ولایتونو کې سیلابونه راغلي دي، ۱۰ تنو هیوادوالو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی، یو شمیر ټپیان دي، ۵۰۰ کورونه ویجاړ شوي، په لسګونو کیلومتره سړک له منځه تللی دی، د ۳۵۰۰ شاوخوا جریبه زراعتي ځمکه او حاصلات لمنځه تللي دي، او زر سره مواشي لمنځه تللي دي.
نوموړي ونه ویل چی په کومو ولایتونو کې دغه تلفات را منځته شوي دي، خو د پرون راهیسي د افغانستان په ځینو شمالي ولایتونو کې بارانونه او واوري شوي دي.
بلخوا تیره شپه نسبتا زوروري زلزلې د افغانستان یو شمیر ولایتونه لړزولي دي.
د امریکا د جیولوجیکي سروې ادارې د معلوماتو سره سم ددغې زلزلې مرکز خوست ولایت ته نیژدې د پاکستان اړخته وو، خو تکانونه یې په کابل، غزني، پکتیا او پکتیکا په شمول ځینو نورو ولایتونو او پاکستان اړخ ته هم محسوس شوي دی.


