ويب ډیسک
د پکتیکا په څلورو ولسوالیو کې د تېرې شپې زلزلې له ۸۰۰ ډېرو کسانو ته مرګ و ژوبله اړولې.
د پکتیکا ځايي چارواکو ويلي، چې په دې ولایت کې ۲۵۵ کسان مړه شوي او له ۵۰۰ ډېر ټپیان دي.
ویل کیږي سیمې ته له ګاونډ ولایتونو او له مرکزه چورلکې او امبولانسونه رسېدلي، چې ټپيان روغتونونو ته ولېږدوي.
دغه راز په خوست کې هم لسګونه کسانو ته مرګ و ژوبله اوښتې.
د خوست د اطلاعاتو او فرهنګ مشر شبیر احمد عثماني ويلي، چې د بېګانۍ زلزلې له کبله د دغه ولایت د سپیرې ولسوالۍ په افغان دوبۍ سیمه کې ۲۵ کسان مړه شوي او ۹۵ نور ټپيان دي او ښايي د تلفاتو شمېر نور هم لوړ شي.


