دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهمحمودخان اڅکزی :افغانستان په خپل تاریخ کې غلامي نه ده...

محمودخان اڅکزی :افغانستان په خپل تاریخ کې غلامي نه ده منلې

راپور : عبدالکریم 

پښتونخوا ملي عوامي ګوند هيڅکله هم دا نه غواړي چې د پاکستان دې پوځ نه وي – مونږ پاکستان په پوځ کې مکمله برخه غواړو او پاکستان ادارې دې په سیاست کې لاس نه وي.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي دا خبره

د کوټې د هاکي لوبغالي کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند لخوا د د یاد ګوند پخواني ایالتي مشر او سناتور عثمان خان کاکړ لومړی تلین د لمانځلو په مهال غونډې کې وکړه  – –

محمودخان اڅکزي پخپله وینا کې وویل چې د افغانستان خلکو په خپل ژوند غلامي نه ده منلې –

هغه زیاته کړه چې افغانستان د‌کیمومنزم او د ناټو د بربادي بنیاد شو -او وې ویل چېې موږ د پاکستان پر ضد توپک نه ده اخیستي موږ د پاکستان د ساتني خبره کوله او دا خبره نوازشريف او فضل الرحمن هم واخیسته خو موږ ته يي د دې خبرې سزا راکړه.

محمود خان اڅکزي وویل چې نن بد حالات ده پاکستان دا وخت ۶۷ اربه ډالره قرضدار ده او
افغانستان هم د تاريخ تر خطرناک پړاو تیریږي  که څوک غواړي چې پاکستان وساتي نو افغانستان ساتنه به که يي او د‌ افغانستان د استقلال احترام به که يي

 

اڅکزي زیاته کړه افغانان د پاکستان او د ایران دا ښه مني چې دوي افغانانو ته د ستونزو په مهال دوي ته ځای ورکړلو .
افغانستان د پاکستان ډیر سم ملګري جوړیدي شي .د دوي لپاره  سمه لاره دا ده چې دوي اسلامي ورورولي په توګه سره یو شي .

اڅکزي وویل چې پاکستان کې خطرناک حالات دي راروان وخت ډیر سخت دلته د غریب ژوند ورځ د بلې سختیږي حکومت دې د پاکستان شتمنو  خلکو بندیز ولګوي چې له هېواد نه بهر لاړ نشي او هغه ادارې دې ماتې کړي چې د کومو مشران چې په لکهاو معاش اخلي .

محمودخان اڅکزي په افغانستان او پاکستان غږ وکړ چې دوي دې  سره کیني  او جرګه دې سره وکړي د ستونزو دې مثبت حل راوباسي.

یاد‌ دې وي چې نن د جون ۲۱م د پښتونخوا ملي عوامي ګوند له لورې د یاد ګوند پخواني ایالتي مشر عثمان خان کاکړ لومړی تلین په ترڅ کې د کوټې ښار هاکي لوبغالي کې یو پراخه غونډه وشو دې غونډې ته د یاد ګوند نور مشرانو هم وینا وکړه .

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه