ویب ډیسک
طالب چارواکي وايي، د پکتیکا په ګیان او برمل ولسوالیو کې د تیري شپې زلزلې څه باندې ۱۰۰۰ کسان مړه کړي او ۱۵۰۰ نور یې ټپیان کړي دي.
باختر دولتي خبري آژانس د طالب چارواکو له قوله ویلي چې په نکي او زېړوک ولسوالیو کې هم خلکو ته د سر او مال درانه زیانونه رسېدلي، خو په خبره یې کره شمېر یې نه دی معلوم.
د سرچیني په وینا د تیري شپې زلزلې له امله څه باندې ۶۰۰ جوماتونه او دوکانونه هم نړېدلي دي.
تر دې مخکې د طبیعي پېښو ته رسېدو چارو کې د طالبانو حکومت وزارت ویلي په خوست، پکتیکا او ننګرهار کې زلزلې ۹۲۰ کسان مړه کړي او ۶۱۰ یې ټپیان کړي دي.
دغه وزارت زیاته کړې وه چې د زلزلې د مرګ ژوبلې ارقام کېدایشي لوړ شي.


