راپور:محب الله
په افغانستان کې د تېرې شپې زلزلې په پکتيکا او خوست ولايتونو کې سخت زيانونه اړولي دي، د راپورونو او افغان رسنيو په حواله تر اوسه پورې له ۳۰۰ ډېر کسان وژل شوي او سلګونه نور ټپيان دي، زرګونه کسان بې کوره شوي، چې افغان حکومت د مرستو رسولو چارې پرمخ وړي.
په خوست او پکتيکا ولايتونو کې عمليات، ټپيانو ته طبي مرستې او د تدفين چارې روانې دي، د لومړي وزير مولوي محمد حسن په مشرۍ يوه مهمه غونډه روانه ده، په دې غونډه کې لومړي وزير مولوي محمد حسن ته د پېښې په اړه معلومات ورکړل. تیره شپه سخته زلزله وشوه.د نورو افغان رسنیو د معلوماتو له مخې په دې زلزله کې د پکتیکا ولایت تر ټولو زیات ځپل شوی ، افغان مسوولین وايي، چې د پکتیکا زلزله ځپلو سیمو ته ۳۰ امبولانسونه او څلور چورلکې رسېدلي او درې نورې چورلکې هم ور روانې دي. او . ښايي د تلفات شمېر نور هم لوړ سی
بل لور ته د طالبانو حکومت وايي، په پکتیکا او خوست ولایتونو کې د تیرې شپې زلزلې له امله ۳۰۰ کسان مړه شوي او څه باندې ۵۰۰ نور ټپيان شوي دي.
د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د چهارشنبې په ورځ جون ۲۳ (چنګاښ لومړۍ) په یوې اعلامیې کې ویلي چې د مرګ ژوبلې کچه کېدایشي نوره هم زیاته شي.
نوموړي زیاته کړې چې د طبیعي پېښو ضد وزارت، والیانو او ټولو افغانانو څخه غوښتل شوي چې تر نړیدولو ودانیو لاندې د مړو را ایستلو او د ټپيانو د انتقال په هدف لازم اقدامات وکړي.
بلخوا طبیعي پېښو ته رسېدو چارو کې د طالبانو حکومت وزارت سرپرست نن چهارشنبه په یو ویډيويي کلیپ کې ویلي چې زلزله تیره شپه ۱:۳۰ دقیقې په خوست، پکتیا او پکتیا ولایتونو کې شوې چې اصلي مرکز یې د خوست ولایت د برمل ولسوالي وه.
نوموړي زیاته کړه چې له نړېدلو ودانیو څخه د پاتې کسانو د رایستلو عملیات هم روان دي چې په خبره یې د مړو او ټپيانو شمېر کيدایسي زیات شي.
هغه وویل چې د لارو بندېدو له امله ژغورونکي ټېمونه نه دي توانېدلي غرنیو سیمو ته ځان ورسوي. خو زیاتوي چې ژوغورونکي ټېمونه هڅه کوي چې یادو سیمو ته ځانونه ورسوي.
طبیعي پېښو ته د طالبانو حکومت وزارت سرپرست وایي چې کېدایسي د زلزلې ځپلو کسانو د ژغورنې عملیات څو ورځې وخت ونیسي.
د طالب چارواکو په وینا د تیري شپې په زلزله کې ګڼ څاروي او د هستوګنې کورونه هم ویجاړ شوي دي.


