ويب ډیسک
د طالبانو حکومت د کډوالو او ستنېدونکو چارو وزير خليل الرحمن حقاني په کابل کې د پاکستان له سفيره سره هغه هيواد کې د افغان کډوالو د وضعيت او ستونزو په اړه خبري کړي دي٠
دغه ليدنه چې تيره ورځ تر سره شوې د کډوالو چارو وزير د کډوالو په اړه د افغانستان، ايران او پاکستان د درې اړخيزې غونډې پر ژر تر سره کېدو ټينګار کړى دى٠
هغه ويلي چې په يادې غونډې سره په ايران او پاکستان کې د افغان کډوالو ستونزې حل شي٠
د طالبانو د کډوالو چارو وزير ويلي چې د طالبانو حکومت د پاکستان په ګډون له ټولو ګاونډيو هيوادونو سره پر متقابل احترام ولاړې نيکي اړيکې غواړي٠
د پاکستان سفير منصور احمد خان ويلي چې د هيواد نوى حکومت يې له افغانستان سره د نيکو اړيکو غوښتونکى دى٠


