یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهبرښنا شرکت یو ځل بیا د پخواني حکومت چارواکو او سیاسیونو څخه...

برښنا شرکت یو ځل بیا د پخواني حکومت چارواکو او سیاسیونو څخه د برښنا پورونو تحویلولو غوښتنه کړې ده.

ويب ډیسک
د بريښنا شرکت نن چهارشنبه ویلي چې د طالبانو حکومت د رئیس الوزرا او وزیرانو شورا د پرېکړې په اساس د برښنا له پوروړو څخه د پورونو اخیستلو طرحه چمتو شوې ده.

په دغه طرحه کې راغلي: “هغه سیاسیون او د پخوانۍ ادارې چارواکي چې اوس مهال له هېواده بهر دي ژر تر ژره دې د برېښنا لګښت پورونو د تحویلولو برخه کې اقدام وکړي.”

د افغانستان برښنا شرکت تر دې مخکې هم ویلي که چیري پخواني سیاسیون، زورواکي او چارواکي خپل قرضونه ادا نکړي په وینا یې وروستی فرصت به له لاسه ورکړي.
برښنا شرکت مخکې ویلي و چې سیاسیون، پخواني چارواکي، زورواکي، صنعتکاران او سوداګر یې ۲۶ میلیارد افغانۍ پوروړي دي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه