ويب ډیسک
د طالبانو حکومت د لوړو زده کړو وزیر عبدالباقي حقاني وایي، «اسلامي امارت» د افغانستان د لوړو زده کړو معیاري کېدو ته ژمن دی.
نوموړي نن سې شنبه مۍ ۳۱ (غبرګولې لسمه) په کابل کې یو خبري کنفرانس ته وویل چې د افغان محصلینو ټول حقوق او امتیازیات ورکول کیږي. هغه له هیواد څخه بهر افغان علمي کادرونو څخه وغوښتل چې هیواد ته ستانه شي.
ښاغلي حقاني وویل چې افغانستان به ډېر ژره اباد او له نورو هیوادونو سره سیال شي.
مخکې د لوړو زده کړو بهیر په اړه د نوموړي پر پرېکړو انتقادونه شوي دي.


