سه شنبه, اپریل 21, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهجوزجان کې د ترافیکي پېښې له امله ۸ تنه وژل شوي

جوزجان کې د ترافیکي پېښې له امله ۸ تنه وژل شوي

ويب ډیسک

په جوزجان کې د طالبانو سیمه ییز چارواکي وايي، په دغه ولایت کې د ترافیکي پېښې له امله لږ تر لږ ۸ کسان وژل شوي او شاوخوا ۲۵ نور ټپیان شوي دي.
دغه پېښه نن چهارشنبه مۍ ۱۸ (غوايي ۲۸) د قوش تېپې ولسوالۍ په په «پل ترکمن قدوق» سیمه کې د یو کاماز ډوله موټر د اوښتو له امله رامنځته شوې ده.
د جوزجا نولایت د عامې روغتیا رئیس عبدالغني صمیم باختر دولتي خبري آژانس ته ویلي چې د دغه پېښې ټول قربانیان روغتونو ته انتقال شوي دي او تر درملنې لاندې دي.

ښاغلي صمیم د یو شمېر ټپیانو روغتیايي حالت خراب وباله او په خبره یې کیدایشي د مړو شمېر تغیر وکړي.یو شمېر عیني شاهدانو ویلي چې په دغه پېښه کې ماشومان هم زیانمن شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې ترافیکي زیاتې شوي دي او له امله یې د ښځو او ماشومانو په ګډون ګڼ کسان مړه او ټپیان شوي دي.
مسؤل چارواکو تر دې مخکې د موټر چلوونکو لخوا پر احتیاط باندې ټینګار کړی او له هغوی څخه یې غوښتي چې د موټر چلولو پرمهال ترافیکي اصولو مراعت کړي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه