ویب ډیسک
د افغانستان لپاره د بشري حقونو برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي کابل ته د سفر په ترڅ کې د طالبانو حکومت د بهرنيو چارو وزارت له سرپرست امير خان متقي سره ليدلي دي٠
د طالبانو د اعلاميې له مخې امير خان متقي له ښاغلي ریچارډ بينت څخه غوښتي چې د افغانستان د بشري وضعيت په اړه پر حقایقو ولاړ مستند راپور وړاندي کړي٠
نوموړي زياته کړې چې د رسنیو، مغرضو کړیو او له افغانستان څخه د بهر مخالفو اشخاصو په قول بايد قضاوت ونشي٠
د بيان له مخې د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ژمنه کړې چې راپور به یې په حقایقو بنا وي.
دا په داسې حال کې ده چې ملګرو ملتونو تر دې مخکې په کې د طالبانو تر حاکميت ورورسته دغه هيواد کې د بشري وضعيت په اړه اندېښنه ښودلې وه٠


