تبصره او ليک = ولي ساراون
دا د انسان په فطرت کې اخښل شوې ده چې هر کس د يو خپلواکه ژوند غوشتنه کوي او د يو پرامنه او د ښکلا څخه ډکې سيمې ته د ورتګ خوښونه کوي. دا خوښونه زياتره د پسمانده هېوادو وګړي کوي. چې په ځانګړې توګه يې افغانان کوي. ځکه چې په افغانستان کې د تېرو څلوېښتو کلونو راهیسې د جګړې يو داسې اوور بل دى چې د ډېر دودونو له لاسه څخه يې اوس باراني ورېځې توربخوني اوښتې دي. او دغې جګړې د هېواد د وګړو روزګار او د دوئ د ژوند خوند په خپلې تورې ژبې سره زبېښلى. چې د لامله يې په زيات شمېر وګړي د خپل ژوند د ژغورنې او و خپل عيال ته د نفقې د پيدا کولو او يا د اذاد ژوند تېرولو لپاره د پردي هېوادو پر لوري مخه کوي.
خو دلته بيا نصير احمد احمدي په خپل ناول اغزن سیم کې د هغو خلکو په اړوند “چې د کار کولو او ژوند سباه کولولپاره د خپل هېواد پر ځاى پرديو هېوادونو ته ترجیح ورکوي” وايي چې څومره د قدر په سترګه چې و يو کس ته په خپل هېواد کې کتل کېږي او څومره عزت چې دا کس په خپل هېواد کې تر لاسه کولاى شي دومره قدر او عزت به ؤ دې کس ته د پردیو هېوادو وګړي د خپلو هېوادو د حيوان په څېر نه کړي ور.
که څه هم اغزن سيم ناول د هغو خلګو پاملرنه ځانته را اړوي کم چې د ژوند تېرولو او کار کولو لپاره د خپل هېواد پر ځاى پردي هېوادونه خوښوي. او هغوئ ته د قاچاقي لارې هغه ستونزې او بې ابۍ ور په ګوته کوي کم چې د يوۂ هېواد څخه ؤ بل هېواد ته د تګ پر مهال سړي ته پېښېږي. خو زما په اند اغزن سیم نه يوازي د دغو خلګو د پاملرنې لپاره دى بلکې ناول يو پوښتنه ده.
ناول پوښتنه کوي.
د هغو پرديو ښکېلاکګرو څخه پوښتنه کوي چې د خپلو جګړو د ميدان لپاره افغان هېواد کاروي.
ناول پوښتنه کوي
د هغو خلګو څخه پوښتنه کوي چې د نامالومو حورو د غوښتلو په حوس کې دغه جګړې مخ پر وړاندې وړي. چې د لامله يې د خپل هېواد حورې د پردیو هېوادو مينځي ګرځي او په ځېنو هېوادو کې د جنسي تېري او د بې ابۍ سره مخ کېږي.
ناول پوښتنه کوي
د هغو زورواکانو څخه چې و مظلوم ته د خپل زور ښکاره کولولپاره د دغې جګړې څخه کار اخلي.
ناول پوښتنه کوي
د هغو پانګوالانو څخه چې د جنګ له لارې د خپلو بوديجو ډکولو لپاره و دغه جګړې ته پوکى ورکوي.
ناول پوښتنه کوي
د هغو فيوډالانو څخه چې د خپل نام او نښان د نه ورکولو لپاره و خلګو ته شعوري فکر نه پرېږدي.
ناول پوښتنه کوي
د هغو جمهوريت خوښونکو څخه چې د خپل لوړپوړو څوکۍ د خوندي کولو لپاره د هېواد پر کړکېچن حالت غلي دي
ناول پوښتنه کوي
د هغه اولس څخه چې پر ځاى د دې چې “دوئ د خپل هېواد د ساتنې، د خپل ژوند د ژغورنې او خپل ځان د نړۍ د سيالانو سره د سيال کولو لپاره و دغې روانې جګړې ته د پاى ټکي ايښولو لپاره پرلتونه او لاريونونه وکړي او خپل اواز د نړۍ په کچه د امن غوښتلو لپاره پورته کړي” . دوئ پرديو هېوادونو ته درومي.
ياد ناول د دې تولو څخه يوه پوښتنه کوي چې اخر ولي زموږ د هېواد وګړي و پرديو هېوادو ته پر تګ مجبوره شي. چې هلته د ذلالت ژوند تېرول خوښوي خو نه په خپل هېواد کې اوسېدل او ورسره په پايله کي دا پوښتنه هم کوي چي د پورتني پوښتنو ځواب دي وموندل سي.


