یوناما؛ طالبان دې پر رسنیو بندیزونه ختم کړي

0
123

ويب ډیسک

یوناما؛ طالبان دې پر رسنیو بندیزونه ختم کړي او خبریالان دې له ګواښونو او تاوتریخوالي وساتي.
افغانستان کې د ملګرو ملتونو ادارې استازو د یو شمېر سیمه ییزو رسنیو له مدیرانو سره کتلي.

یوناما پر ټویټر خپور شوي پیغام کې لیکلي چې په ناسته کې یې افغانستان کې له ژورنالستانو او د رسنیو مدیرانو سره پر روان رسنیز کړکېچ خبرې کړي دي.

یوناما له طالبانو غوښتي چې رسنیو سره خبرې يیل کړي، پر دوی لګېدلي سخت محدویتونه ختم کړي او خبریالانو سره دې د تاوتریخوالي او ګواښونو مخه ونیسي.

وروستیو کې طالبانو افغانستان کې پر رسنیو یو شمېر محدودیتونه لګول‍‍‍ي چې سریالونه، سندرې، ښځینه غږونه او د بهرنیو رسنیو خپرونې دې نه خپروي.
طالبانو آن د هغو سریالونو او فلمونو خپرول یې هم بند کړل چې محتوا یې اسلامي ده.