ويب ډیسک
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یا (یوناما) یو ځل بیا د نجونو تر شپږم پورته ټولګیو بندېدل «ټکان» ورکونکي بللي.
یوناما نن سې شنبه پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي:”په نړۍ کې یوازې یو رژیم د نجونو له تعلیم څخه انکار کوي.”
ټاکل شوې وه چې د طالبانو حکومت د ژمنې له مخې د نوي تعلیمي کال له پیل سره سم د نجونو تر شپږم پورته ټولګي هم پرانیستل شوي وای، خو د طالبانو د پوهنې وزارت وروسته وویل چې د نجونو تر شپږم پورته ټولګي تر امرثاني پورې وځنډېدل.


