ویب ډیسک
د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت د پاسپورت عمومي ریاست وايي، ټاکل شوې د پاسپورت اخیستلو لپاره د فورمو ډکولو انلاین بهیر راتلوونکې شنبه پيل شي.
د یاد ریاست د اعلان له مخې ټاکل شوې وه چې نن سې شنبه د وري ۱۶مه د انلاین نوم لیکنې بهیر پیل شوی وای.
د پاسپورت ریاست ویاند شفیع الله تسل نن سې شنبه اپرېل څلورمه (وري ۱۶) امریکا غږ ته وویل، هغه کسان چې مخکې فورمې اخیستې وې د هغوی د کارونو د اجرا کولو له امله د پاسپورت لپاره په مرکز او ولایتونو کې د انلاین فورمو ډکول تر راتلوونکې شنبې وځنډول شول.


