یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهنړۍزيلېنسکي : روسیې سره د جګړې د ختمولو لپاره له مذاکراتو پرته...

زيلېنسکي : روسیې سره د جګړې د ختمولو لپاره له مذاکراتو پرته بله لار نشته.

ويب ډیسک

د اوکراین ولسمشر وولودومیر زيلېنسکي وايي چې له روسیې سره د جګړې د ختمولو لپاره له مذاکراتو پرته بله لار نشته.

نوموړي زیاته کړې چې مذاکرات په داسې وخت کې کول ګران دي چې د روسي پوځیانو له خوا د ولسي وګړو پرضد د ظالمانه کړنو نښې نښانې مخې ته راغلې دي.

 

زيلېنسکي د اوکراین خبریالانو ته په هغه مرکه کې چې په سرکاري ټیلي ویژن خپره شوې، ويلي چې په بوچا ښارګوټي کې شوې کارویانې د بخښلو وړ نه دي.

 

د نوموړي دا مرکه له هغې یوه ورځ وروسته مخې ته راغلې چې زيلېنسکي د اپرېل پر څلورمه نېټه له کییف سره نیژدې بوچا ښارګوټي ته سفر وکړ. چارواکو ویلي چې په دغه ښارګوټي کې د ملکیانو جسدونه موندل شوي دي چې پکې زیاتره په دالانونو، کوڅو او کورونو کې په ډزو ویشتل شوي دي.

 

په دې کې د ځينو داسې کسانو عکسونه هم خپاره شوي چې لاسونه یې شاته تړل شوي دي. نړېوالو ادارو د دې غندنه کړې ده خو روس دا تورونه ردوي او عکسونه یې جعلي بللي دي.

 

تمه ده چې د اوکراین او روسیې استازي د دواړو هېوادونو ترمنځ د بحران ختمولو لپاره د اپریل پر پنځمه (نن) د ويډیو له لارې خبرو ته دوام ورکړي. زيلېنسکي ویلي چې اوکراین د یو داسې غېر جانبداره هېواد وړاندیز کړی دی چې د امنیت ضمانت ورکوونکي به يې نور هېوادونه وي.

نوموړي زیاته کړې چې بیلا بېلو هېوادونو ورته د مختلفو شیانو ضمانت ورکړی خو تراوسه یې د هېوادونو داسې فهرست نه دی ترلاسه کړی چې هغوی ۱۰۰ فيصده دې ته تیار وي. ولسمشر زيلېنسکي دا هم وویل چې اوکراین جدي ملګرو ته اړتیا لري.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه