یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهنړۍد روسيې فضانوردۍ شرکت له لويديځو هېوادونو سره د کمپايني پروژو د...

د روسيې فضانوردۍ شرکت له لويديځو هېوادونو سره د کمپايني پروژو د ختمولو اعلان وکړ

ويب ډیسک

د روسیې د فضانوردۍ شرکت مشر ډميټري روګزين د اپرېل په ۳مه نېټه ويلي، چې شرکت يې له لويديځو هېوادونو سره د کمپاين پروژې ختمې کړې دي.

د اوکراين د اقتصاد وزارت مرستيال په همدې ورځ ويلي، چې روانې جګړې اوکراين ته د ۵۶۵ ميليارډو ډالرو په اندازه مستقيم اقتصادي زيانونه رسولي دي.

ډميټري روګزين ويلي، چې د روسيې د فضانوردۍ دولتي شرکت اخلاقاً له لويديځو هېوادونو سره د کمپاين پروژې ختمې کړې دي.

نوموړي ويلي، چې شرکت به يې له هغو هېوادونو سره هيڅ همکارۍ ونه لري، چې د اوکراين مقاومت ته وسلې برابروي او يا ترې سياسي ملاتړ کوي.

د اوکراين د اقتصاد وزارت مرستيال ويلي، چې روانه جګړه به د اوکراين پر اقتصاد اوږد مهاله اغيزې وکړي.

اټکل کېږي، چې د اکراين د کورنيو توليداتو سږنی عمومي ارزښت به لږ تر لږه ۱۱۲ ميليارډ ډالره ښکته شي او د اقتصاد بيا احيا به یې کالونو ته اړتيا ولري.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه