المان او فرانسې پرېکړه کړې، چې له خپلو هېوادونو روسي ديپلوماتان وشړي

0
111

ويب ډیسک

د المان او فرانسې بهرنيو چارو وزارتونو د اپريل په څلورمه نېټه په جلا جلا توګه اعلان وکړ، چې روسي ډيپلوماتان به وشړي.

د روسيې د بهرنيو چارو وزارت په همدې ورځ ويلي، چې دوی به د يادو هېوادونو هرې کړنې ته ځواب ووايي.

په المان کې د روسيې سفارت په همدې ورځ د يوې اعلاميې په خپرولو سره د دې خبر پخلی کړی، چې المان غواړي، له خپلې خاورې ۴۰ روسيې ډيپلوماتان وشړي.

فراسنوي خبري رسنيو ويلي، چې فرانسه به له خپل هېواد څخه ۳۵ روسيي ډيپلوماتان وشړي.