یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهپاکستان کې په لومړي ځل د یو امریکايي ډالر قیمت تر ۱۸۶...

پاکستان کې په لومړي ځل د یو امریکايي ډالر قیمت تر ۱۸۶ روپیو رسېدلی دی

ويب ډیسک

په پاکستان کې د سیاسي ناکرارۍ له وجې د هېواد په تاریخ کې په لومړي ځل د یو امریکايي ډالر قیمت تر ۱۸۶ روپیو رسېدلی دی.

 

په کراچۍ کې د مالي چارو د شننې ادارې میټېس ګلوبل پر خپله ووبپاڼه لیکلي چې په هېواد کې روان سیاسي بحران له وجې د اپرېل پر شپږمه د روپۍ ارزښت لا پرېوت او یو ډالر په ۱۸۶ روپۍ اخیستل کېده. اداره وايي، تر دې یوه ورځ مخکې د یو ډالر بیه ۱۸۵ روپۍ او ۲۳ پیسو ته رسېدلی وو.

 

د پاکستان اپوزیشن ګوندونو د مارچ پر اتمه د وزیراعظم عمران خان ضد د عدم اعتماد تحریک دایر کړ. د اپرېل پر درېیمه د قامي اسمبلۍ مرستیال مشر قاسم شاه سوري هغه تحریک رد کړ چې تر هغې سمدستي وروسته عمران خان ولسمشر ته سپارښتنه وکړه چې قامي او صوبايي اسمبلۍ ماتې کړي. د پاکستان ولسمشر عارف علوي پر هم هغه ورځ قامي اسمبلي ماته کړه.

 

د پاکستان سپریم کورټ د سوري تر اقدام وروسته د پیدا شوي وضعیت د څېړلو په اړه نوټس اخیستی او اورېدنو ته یې دوام ورکړی دی.

 

پاکستان له څه د پاسه درو کلونو راهیسې له اقتصادي مشکلاتو سره مخامخ دی او همدا لامل دی چې د پیسو له نړیوال صندوق (ای اېم اېفه) د پور غوښتو ته اړ شو. ای اېم اېف په ۲۰۱۹ز کال کې پاکستان ته په څه باندې درو کلونو کې د شپږ اربه ډالرو پر قرض ورکولو سلا شو او د هغه هېواد حکومت ته یې د اقتصادي اصلاحاتو کولو وویل.

 

د پاکستان حکومت د ۲۰۲۲ز کال په جنورۍ کې د مالیو زیاتولو او پر لسګونه نورو شیانو د ټیکسونو لګولو لپاره د اضافي بجټ او د دولتي بانک د واک او ازادیو پراخولو لپاره یې له قامي اسمبلۍ څخه قانوني مسودې منظورې کړې.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه