یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهافغانستان ته د ایراني صادراتو کچه د وړم کال په پرتله...

افغانستان ته د ایراني صادراتو کچه د وړم کال په پرتله شل سلنه ټیټه شوې ده

ويب ډیسک

د ایران ګمرک چارواکي وايي، د تېر کال اوږدو کې افغانستان ته د یو میلیارد او اته سوه میلیونو ډالرو ارزښت ۱۸۷ زره ټنه سوداګریز مالونه صادر شوي دي.

د ایران ګمرکونو ادارې ویاند روح الله لطیفي وايي، افغانستان ته د ایراني صادراتو کچه د وړم (۱۳۹۹) کال پرتله شل سلنه ټیټه شوې ده.

ښاغلي لطیفي زیاتوي د دې کموالي لامل په افغانستان کې وروستی وضعیت دی.

خو د ایراني رسنیو په رپوټونو کې بیا د ښاغلي لطیفي له قوله ویل شوي، چې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته په سوداګریزو قوانینو کې بدلون او یا په افغانستان کې د ځینو پروژو کارونه په ټپه درېدل هم د دې کموالی لاملونه دي. د ایران ګمرکاتو ادارې په وینا له همدې کبله په افغانستان کې د ډېری ودانیزو پروژو چارې په ټپه درېدلې دي.

 

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه