یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهد کابل په پل خشتي مسجد کې چاودنې شپږ کسان ژوبل کړي...

د کابل په پل خشتي مسجد کې چاودنې شپږ کسان ژوبل کړي دي

ويب ډیسک

د چهارشنبې په ماسپښین د کابل په پل خشتي مسجد کې د لمانځه پر مهال چاودنه شوې، چې تر اوسه ترې د شپږو لمونځ کوونکیو د ژوبلېدو خبر ورکړل شوی دی.

د کابل د امنیې قومندانۍ ویاند خالد ځدران پر خپل ټویټر لیکلي چې د ماسپښین لمانځه پر مهال یوه کس پر لمونځ کوونکیو لاسي بم غورځولی چې پکې شپږ کسان ټپیان شوي دي.

خالد ځدران وايي، د دغې پېښې په تړاو سملاسي یو کس نیول شوی چې اوس ترې د دوی څېړنې روانې دي. خو په سیمه کې عیني شاهدانو رسنیو ته د پېښې د قربانیانو شمېر لوړ ښودلی.

تر اوسه د دې پېښې مسئولیت کوم چا یا وسله والې ډلې نه دی منلی. دوه ورځې مخکې په کابل کې د صرافۍ په تر ټولو لوی مارکیټ، سرای شهزاده کې هم چاودنه شوې وه، چې یو کس پکې ووژل شو او ۵۹ نور پکې ژوبل شول.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه