ويب ډیسک
په افغانستان کې د طالبانو حکومت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، یوازې په یوه ورځ کې له ۲۰۰۰ ډېر افغان کډوال هېواد ته ستانه شوي دي.
د یاد وزارت مسوولین وايي، پرون ورځ د نیمروز ولایت له لارې ۷۳ کورنۍ او ۱۲ مجرد کسان له ایرانه شړل شوي او دغه راز ۴۶۰ کسان په خپله خوښه افغانستان ته ستانه شوي دي.
عیني شاهدان وايي، ایراني چارواکو په دې هېواد کې د بې اسناده او یا هغو افغانانو د شړلو چاره چټکه کړې، چې په ایران کې د اوسېدو قانوني اسناد یې پای ته رسېدلي.


