دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهنړۍعبداللهيان: ايران د اټومي خبرو اترو وروستي تړون ته نږدې شوی

عبداللهيان: ايران د اټومي خبرو اترو وروستي تړون ته نږدې شوی

ويب ډیسک

د ايران د بهرنيو چارو وزير عبداللهيان د مارچ په ۲۳ مه نېټه د سوريې د بهرنيو چارو له وزير فيصل ميکداد سره د خبرو په ترڅ کې ويلي، چې تهران د اټومي خبرو اترو وروستي تړون ته نږدې شوی دی.

نوموړي زياته کړې، چې ايران د اټومي خبرو اترو په ترڅ کې د خپلو خلکو د ګټو لپاره وړانديز کړی او که امريکا دغه وړانديز ترغور لاندې ونيسي او په حقيقي او سم نظر ورته وګوري او د ایران غوښتنې ومني، نو ياد تړون به لاسليک کړي.

ايران، امريکې، بريتانيې، فرانسې، روسيې، چين او جرمني د ۲۰۱۵ م کال په جولای کې د ايران د اټومي تړون پر سر خبرې پای ته ورسولې،

خو امريکا د ۲۰۱۸م کال په مۍ کې ناڅاپي له دغه تړون څخه ووتله، خو ايران د ۲۰۱۹م کال له مۍ راهيسې د دغه تړون اړوند مادې کمې پلې کړې دي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه