دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهروسيه د‌ طالبانو د حکومت له لاسته راوړنو څخه یې خوښي ښکاره...

روسيه د‌ طالبانو د حکومت له لاسته راوړنو څخه یې خوښي ښکاره کړه.

پښتو جرنل

د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند بلال کریمي په خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې

نن د روسیې دولسمشر خاص استازی ضمیرکابلوف د یو پلاوي په مشري کابل ته راغی او د طالبانو د بهرنيوچارو له وزیر مولوي امیرخان متقي سره یې وکتل.

په ناسته کې په سیاسي، اقتصادي، ټرانزیټي او د سیمیزو اړیکو  په پیاوړتیا خبرې وشوې.

کابلوف د اسلامي امارت پالیسۍ متوازنه، دسیمي او  نړۍ د هیوادونو په ګټه وبلله او د نوي حکومت له لاسته راوړنو څخه یې خوښي ښکاره کړه.

کريمي لیکي چې
امیرخان مقتي  د روسي پلاوي راتک چې په ترکیب کي یې د دفاع، کورنیو چارو، اقتصاد، صنعت، زارعت او انرژۍ وزارتونواستازي وو وستایه اودنوي حکومت په راتګ سره د رامنځته شویوفرصتونو نه په ګټې اخیستنې سره ‏وویل چې روسیه د ښوامکاناتو په لرلو سره کولای شي یو شمېر پراختیایي پروژو کې له افغانستان سره همکاري وکړي.
امیرخان متقي وویل؛ نوی حکومت دسیمیز امنیت او اتصال په هکله جدي توجه لري او غواړي چې افغانستان داسیا د زړه په حیث دسیمیزو هیوادونو تر منځ په ترانزټ، تجارت، صنعت او‏ اقتصادي پیاوړتیا کې مهم رول ولوبوي.

متقي  زیاته کړه؛ په تیرو شلو کلو کې مخدره توکو کرنې، قاچاق او اعتیاد وده کړې چې نوی حکومت به د معتادانو د تداوي او بدیل معشیت په رامنځ ته کولو سره د دغو ناخوالو مخه و نیسي خو په دې برخه کې د نړیوالو همکارۍ ته ضرورت لرو.

‏ ناسته دواړو لوریو مثبته وبلله او هیله یې وښوده چې د عملي همکاریو سلسله تیزه او دوامداره شي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه