لیک : میر حسن خان اتل
”درست پښتون له کندهاره تر اټکه
سره یو د ننګ په کار پټ او اشکار “ (خوشال)
پښتانه له زرګونو کلونو څخه د لرغونې اريانا (له امو تر اباسينه) په ګل ورينو ورشوګانو، يخو درو، واورينو غرونو او شنو زرغونو هوارو (ميدانونو) کې مېشت او د يوه مکمل قبائیلي نظام يا ځای په ځای د نيم قبائیلي نظام تر چتر لاندې د خپل سماجي ژوند پړاؤنه رالنډوي،
د يو شمېر تاريخي شواهدو له رويه د نړۍ د نورو قبائيلي ټولنو په څېر پښتنو هم د خپل روزمره ژوند د تېرولو او اسانولو لپاره د (پښتو او پښتونولي) په نوم د يوه داسې سماجي نظام بنیاد اېښی دی چي د دغه قام له اوږد تهذيبي سفر سره ئې ډېر په نره او مېړانه لار راوهلې ده،
د پښتنو د دې ناليکلي ائين (Unwritten Constitution) يوه مهمه ماده چي تر نورو ټولو مادو لرغونې او اهمه ګڼل کېږي د پښتنو د جرګې نظام يا جرګه ده، د جرګې د تعريف، ارزښت او اهميت په اړه که څه هم تر اوسه بلها ډېرې ليکلنې او شننې شوې دي خو په لنډه توګه به دومره ووايو چي جرګه د پښتنو د طبعي مشرانو، مخورو او د پوه خلګو هغې ډلې ته وئيل کېږي چي د اړتيا پر وخت سره راټولېږي او بيا د يوه ټبر، قبیلې، سيمې، علاقې يا هېواد پر سطحه د پېښو شوو سياسي، اقتصادي، سماجي او قبایلي شخړو يا ستونزو د هوارولو يا حل کولو لپاره ډله اېزه مکالمه کوي او د هغو د حل لاره موندوي،
که په دقيق نظر ورته وکتل شي نو جرګه د پښتون قام د قبائیلي، سماجي، سياسي، اقتصادي او نورو ورځنيو شخړو او ستونزو د هوارولو او حل کولو هغه قديم او جمهوري ميکنيزم دی چي تر ډېره بريده د رشورت خورۍ، اقرباءپرورۍ، ټګۍ او سفارش کلچر له لعنتونو پاک او سپېڅلی ساتل شوی دی، هم دا وجه ده چي پښتنو تل د جرګې پرېکړو او فيصلو ته د قدر او درناوي په سترګه کتلي دي،
مستشریقینو په خصوص انګرېزانو هم پخپلو ليکنو کې د جرګې نظام جمهوري او ارزښت لرونکی بللی دی، په يوه ليکنه کې ئې د جرګې د میکینزم او افاديت په اړه داسې ليکلي دي:
“Jirga. The system of the disposal of disputes of all sorts by the cases, elders of villages or tribes is indigenous to the country; the procedure is simple and has many advantages.” P.227, Zhob Gazetteer.
ژباړه: «جرګه: په دې سيمه کې د هر ډول شخړو او تنازعاتو د هوارولو کار د قبیلو او کلو د مشرانو له لارې ترسره کېږي، د جرګې کړه وړه (طريقه کار) ډېر ساده او دغه نظام ډېرې ګټې لري»
د جرګې د سياسي او سماجي ارزښت په برخه کې به په لنډه توګه دا ووايو چي د پښتنو د ټولنيز نظام (پښتو او پښتونولۍ) دغه لرغونې دود نه يوازي اوږد تاريخي پس منظر لري بلکې دغه کارامد نظام نن هم دا صلاحيت لري چي د سياسي او سماجي ستونزو د هوارولو کار ځنې واخستل شي، که د ميروائس نیکه او احمد شاه بابا او يو شمېر نورو تاريخي جرګو تر ذکر راتېر شو نو هم وئیلای شو چي په ورستنيو وختونو کې پښتنو د جرګو له لارې لوئې لوئې سياسي، سماجي او قبائیلي ستونزې هوارې کړې او د هغو د حل لارې چارې ئې راپیدا کړې دي، او لامل یې دا دي چي پښتانه لاتراوسه د يو کلک قبائيلي او نيم قبائيلي نظام په رسۍ تړلي او خپل دغه لرغوني دود (جرګه) ته په د درنه سترګه ګوري، زما په اند موږ نن هم کولی شي چي له دغې لارې د خپلو ورځنيو ستونزو په څنګ کې د پښتون قام د سياسي، اقتصادي او سماجي مشکلاتو حل پيدا کړو.
د بنو د جرګې سياسي ارزښت او وړاندیزونه:
پښتانه له تېرو څو پېړيو بالعموم او له تېرو څو لسيزو بالخصوص له يوه داسي کړکېچن او ناولي سياسي او اقتصادي سرنوشت سره مخامخ دي چي پر يوه وخت ئې د سماجي، سياسي، اقتصادي او کتلوري ژوند ټول اړخونه ډېر په بې دردۍ او ناروا توګه د مرګ کندې ته لوېږي، مسلسل جنګونو، سياسي انتشارونو، ناروا وژنو، مذهبي او مسلکي انتهاپسنديو، اقتصادي بدحاليو، معاشي تنزليو، سماجي بې باوريو، مسافرتونو، مهاجرتونو، لوږو تندو، ټولنیزو بې عزتيو او نورو لويو او کوچنيو ناورينونو د دغه پياړوي قام د مجموعي نفسياتو اډاڼا داسې رېزمرېز او ټوک ټوک کړې ده چي د ډېرو کوششونو باوجود اوس دغه خلګ نه شي کولی چي د هوسا، سوکاله او مطمئن ژوند لور ته په ډاډمنو زړونو ګامونه واخلي، که رښتيا خبره شي نو ورځ تر بلې ئې د ټولنيز ژوند بنيادونه خسته کېږي، مشر، کشر، خوانده، ناخواند، ملا، تعليمافته، سياسي، مذهبي او قبائيلي مشران، وکیلان، ډاکټران، فنکاران، هنرمندان، ليکوالان، ادیبان، پروفېسران، طالبعلمان، استادان، تجاران، کاروباريان لنډه دا چي هر طبقه ئې مسلسل ذهني کرب او يوه داسې تکلیفدې نفسياتي کفيت ته مخامخ ده چي په نوره نړۍ کې ئې ډېر لږ مثالونه سترګو کېږي.
اتفاق په پښــــــتانه كې پيــــــدا نه شو
ګني ما به د مغل ګرېوان پـــــــاره كړ
(خوشال)
په داسې سرچپه سياسي او معاشي حالاتو کې #محمود_خان_اڅکزي د خپل سياسي نهضت (خوځښت) پښتونخوا ملي عوامي ګوند لخوا د پښتونخوا وطن په تاريخي ورشو (بنو ښار) کې د پښتون قام د قامي جرګې د رابللو پرېکړه انتهائي ګټور او د وخت او حالاتو متقاضي اقدام دی، ځکه چي دغه جرګه به پښتنو ته يوه داسې موقع مساعده کړي چي هغه به له ډېره وخته وروسته يو واري بيا له يوه بل سره په سړه سينه او قرارو مغزو خبرې اترې وکړي، د خپل قام او وطن پر سياسي او اقتصادي ستونزو به غور او فکر وکړي، وروسته به دا کوشش هم وکړي چي د دې ستونزو د حل لارې چارې وموندوي، امکان لري کومه داسې متفقه اېجنډا منځ ته راوړي چي پښتانه به دغو سرچپه حالاتو له منګولو څخه دباندې راوباسي، او د هغو سپېڅلو او لړځېدلو ارمانونو په اړه به هم لږ يا ډېر فکر وکړي چي دا وخت د ټولو باشعورو پښتنو ځوانانو په زړونو کې د مرګ سلګۍ وهي، ځکه ضرورت د دې خبرې دي چي د دې قامي جرګې ټول ګډونوال د تېر تاريخ په څېر دې جرګې ته هم د قدر په نظر وګوري، تر خپلو قبایلي، شخصي او ګوندېزو ګټو بالاتر يوازي او یوازي د اجتماعي او قامي ګټو فکر وکړي، یو بل په خلاس زړه واروي…! هله به دا امکان پيدا شي چي دغه رټلی او ځورېدلی قام د ښه سباوون او سوکاله ژوند له برکتونو برخمن شي، هیله ده چي د بنو دغه تاريخي جرګه مثبتې پائيلې او ګټور نتايج ولري.
لوئې څو جرګې پر پېښور کوو
بيا به سم ګوزار پر ستمګر کوو
ټک به دَ ټوپک وي پر اټک باندې
دغه شر محشر له يو اشر کوو


