دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهد افغان بيرغ شاليد

د افغان بيرغ شاليد

لیک : سردار ولي

 

د افغانانو د بيرغ تاريخ اريايانو ته رسېږي، فردوسي شاهنامه د اريايانو په اړه ليکي چي د هغوۍ بيرغ سپين رنګ او د سيمرغ عکس لاره، وروسته د افغانستان لرغوني او لومړي باچا [يما] ورباندي ملي ترانه هم وليکل چي په مهابارت [لرغوني مذهبي کتاب] کي راغلې ده.

له اسلام راتلو وروسته پښتنو په عباسي او غزنوي دبارونو کي خپل بيرغونه لرله چي ددوی ته به سپېڅلي وه او هر څوک به چي حج ته تلی، بيرغ ئې د تقدس د پاره کعبې ته استول.

د محمود غزنوي (۹۷۱-۱۰۳۰) په دوره کي پښتنو قومونو بيل-بيل بيرغ لاره چي قومي جنډۍ يې بلله. هر قوم ځان ته بيرغ لاره او د يوې قبيلې د خېلونو حساب هم په بيرغونو کيږي.

ارواښاد عطايي په پښتني قبيلو اصطلاحي قاموس کي ليکي:
“اپريديو پښتنو اته بيرغونه لرله چي د لويو قبيلوي جګړو په وخت کي را ايستل کيږي.

په اپريديو کي چي کله ډېره درنه جګړه کيږي، نو تور بيرغونه هم ور سره را وباسي او تر تورو بيرغونو لاندي چي کومه جرګه وسي، د هغې پرېکړه په قطعي ډول له ماتېدو وځي.

(اورېدلي مي دي، چي دا تور بيرغونه امير امان الله خان دوی ته ور کړي دي”.

کله چي سل کاله وړاندي افغانانو خپلواکي ګټل، شاه امان الله رسماً د افغانستان بيرغ د کعبې شريفي له غلاف څخه؛ کوم چي هر کال نوی کېږي او د مخکي کال د غلاف ټوکړې حاجیان له ځان سره د تبرک له‌پاره راوړي، وټاکه او د خپلواکۍ تر اخيستلو پوري همدا ملي بيرغ وو، دا هغه رنګ دی چي د اسلام په ابتدایي دور کي اختیار کړل سوی وو.

په کندهار کي د خپلواکۍ د جګړې بيرغونه په اکثره کورنيو کي وه چي د ناروغيو پر مهال به ئې پر ناروغ تېرول، دغسي بيرغونه ښايي اوس مهال هم وي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه