یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهنړۍروس ځواکونه د اوکراین د خارکوف ښار ته دننه شول.

روس ځواکونه د اوکراین د خارکوف ښار ته دننه شول.

ویب ډیسک

 

د خارکوف والي‌ اولګ سینګوبوف وویل چې نن یکشنبه د فبروري‌ ۲۷ مه نيټه د سهار په ساعتونو کې روس ځواکونه دې ښار ته راننوتي‌ دي.

هغه د خلکو نه د کورونو د نه وتو او په خوندي‌ ځایونو کې د پاتې کیدو غوښتنه وکړه.

 

همداشان د اوکراین د کورنیو چارو د وزارت یو تن سلاکار هم خارکوف ښار ته د روس ځواکونو د داخلیدو نه خبر ورکړی وو. همداشان د ټولنیزو رسنیو له لارې ښار په سړکانو د روسي‌ ځواکونو د موټرو تیریدو فلمونه هم خپاره شوي‌ دي.

 

د روسیې لخوا د اوکراین په مختلفو ښارونو هوايي‌ او د توغندیو بریدونه دوام لري.

 

د اوکراین په پلازمینه اوکراین کې نن د سهار په ساعتونو کې د قوي‌ چاودنو د غږونو د واوریدل کیدو نه وروسته بریدونه پيل شول.

 

د ویلو ده چې اوکراین تیره ورځ د روسیې لخوا پدې هیواد د روان یرغل په نتیجه کې د ځاني تلفاتو شمیره اعلان کړه.

 

اوکرایني‌ مقاماتو وویل چې پدې بریدونو کې تر اوسه پورې ۱۹۸ تنو ژوند د لاسه ورکړی او په سلګونو تنه ټپیان شوي‌ دي. په قربانیانو او ټپیانو کې ښځې او ماشومان هم شتون لري.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه