دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهپه افغانستان کې د داعش فعالیت په ۲۰۲۱ کال کې زیات شوی

په افغانستان کې د داعش فعالیت په ۲۰۲۱ کال کې زیات شوی

ویب ډیسک

د اسرائیل د ترهګرۍ د مطالعاتو مرکز چې د میر امیت په نوم یادیږي وايي، په افغانستان کې د داعش فعالیت په ۲۰۲۱ کال کې زیات شوی.

د مرکز په وینا، په ۲۰۲۱ کال کې داعش په افغانستان کې ۳۶۵ ترهګریز بریدونه کړي چې په پایله کې یې دوه زره ۲۱۰ ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

په راپور کې راغلي چې داعش خراسان ولایت تېر کال د دې ډلې له مهمو او فعالو سیمو څخه ګرځېدلی و.

د اسراییلو د څیړنیز مرکز احصائیه د ۲۰۲۱ کال په پرتله په ۲۰۲۰ بریدونو او تلفاتو کې زیاتوالی ښیي.

په ۲۰۲۰ کال کې د اسراییلي میرامیت د پلټنو له مخې داعش په افغانستان کې ۳ ترهګریز بریدونه کړي او ۴ تنه یې وژلي دي.

په ۲۰۱۱ کال کې په افغانستان کې د داعش تر ټولو لوی برید د کابل پر هوايي ډګر شوی و. په دغه برید کې ۱۳ امریکایان او تر ۱۶۰ زیات افغانان وژل شوي.

له افغانستان، عراق، لویدیځې افریقا، سوریې او منځنۍ اسیا وروسته په ۲۰۲۱ کې د داعش له بریدونو څخه تر ټولو ډېر تلفات اوښتي دي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه