دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهانتونیو ګوتېریش پر طالبانو غږ کړی چې د ښځو حقونو ته درناوی...

انتونیو ګوتېریش پر طالبانو غږ کړی چې د ښځو حقونو ته درناوی وکړي.

ویب ډیسک

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېریش وايي، په افغانستان کې نجونې او ښځې یو ځل بیا د زده‌کړې، کار او برابرۍ په څېر له خپلو بنیادي حقونو بې برخې شوې دي.

انتونیو ګوتېریش د جنورۍ پر ۲۹مه پر خپله ټویټر پاڼه د طالبانو پر حکومتي چارواکو غږ کړی چې د ښځو حقونو ته درناوی وکړي.

 

نوموړ لیکلي، “طالبان به له نړیوالې ټولنې سره په واقعي او ژمن ډول د یو ځای کېدو لپاره خامخا د نجونو او ښځو ټول انساني حقونه په رسمیت پېژني او ساتنه به یې کوي.”

 

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېریش دا څرګندونې له هغه وروسته کړې دي چې د افغانستان د لوګر ولایت اوسېدونکې رڼا نومي‌ ماشومې خبرې هم مشهوره شوې.

 

د نهم ټولګې دې زده کوونکې پر طالبانو غږ کړی چې د دوی ښوونځي بیا پرانیزي.

 

نوموړې ویلي، “طالبان دې د نجونو ښوونځي ژر تر ژره خلاص کړي، څو موږ خپلې زده‌کړې وکړو او خپلو هیلو ته ورسېږو. ”

 

په افغانستان کې د ښځو د حقونو لپاره مبارزه کوونکي‌ د افغان نجونو او ښځو د حقونو د خوندیتوب او پایښت لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي غوښتنه مهمه بولي.

 

د تمنا صدیقي په نامه فعاله وايي، “دا حقونه باید ټول دولتونه، هغه که مشروع وي یا هم نا مشروع ومني. که دا حقونه ور نه کړل شي، د هغو حکومتونو کړۍ تنکېږي.”

 

د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند بلال کریمي مشال راډیو ته وویل، د ښځو ټول مشروع حقونه خوندي دي او حکومت یې ملاتړ کوي.

 

ده وویل، “ټول حقوق به ورته رسېږي، په ځینو ځایونو کې که ستونزې د اقتصادي او نورو لاملونو له امله راپورته شوې وي، هڅې روانې دي چې هغه هم حل شي.”

 

په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنېدو وروسته د نجونو او ښځو پر زده‌کړو او کار محدودیتونه لګول شوي دي.

 

ترخوا یې د دوی د امرباالمعروف او نهي‌عن المنکر وزارت له‌خوا د توصیو په نوم ښځو ته د حجاب کولو او له محرم پرته په تګ راتګ بندیز هم اندېښنې را پورته کړې دي.

 

د ښځو د حقونو فعالانې د طالبانو د حکومت دا کړنې ورو-ورو د دوی د نوېیمې لسیزې واکمنۍ ته ستنېدل بولي.

 

د طالبانو په لومړۍ واکمني کې هم نجونو او ښځو د کار، زده‌کړې او له محرم پرته د ګرځېدو حق نه درلود.

 

د همدې اندېښنو له امله په کابل کې نجونو او ښځو څو ځله لاریونونه او احتجاجونه هم کړي دي.

 

د پروانه ابراهیم خېل او تمنا زریاب پروانۍ په نامه د دوو فعالو کورنۍ ادعا کوي چې طالبانو هغوی بندي‌کړې دي او اوس هم د طالبانو په بند کې دي. خو د طالبانو حکومت دا ردوي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه