ويب ډیسک
د ملا محمد حسن اخند په مشرۍ د طالبانو کابینې د پرېکړې له مخې هیواد ته د هر ډول بې کفیته، تېلو، ګازو، کودو او نورو بې کیفته موادو واردول په «مطلق» ډول بند دي.
د طالبانو کابینې همدارنګه ویلي که تر دې وروسته هر چا هیواد ته بې کیفیته مواد وارد کړل له «سخت چلند» سره به مخ شي.
په دې اړه خپره شوې اعلامیه کې راغلي:”په تجارتي بندرونو کې د تېلو ټانکرو د تجمع او بې کیفیته موادو واردولو د ستونزو د ښې څېړنې او حل لپاره لوړ رتبه هیت ته دنده وسپارل شوه چې تجارتي بندرونو ته سفر وکړي.”


