ویب ډیسک
طالب چارواکي وايي، د تاجکستان د ولسمشر دا ادعا چې ګني افغانستان کې له تاجکستان سره په سرحدي سیمو کې د تخریبي فعالیتونو په هدف ګڼ شمیر کمپونه جوړ شوي دي، حقیقت نه لري.
د طالبانو حکومت د ویاند مرستیال بلال کریمي نن سې شنبه ویلي دوی دا څرګندونې ردوي او په خبره یې ټولو ګاونډیانو ته د افغانستان د پولو د خوندیوب ډاډ ورکوي.
هغه زیاته کړې: “زموږ له خاورې څخه به د تاجکستان په شمول هیڅ هیواد ته ګواښ نه متوجه کیږي.”
د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان تازه ویلي چې د افغانستان په شمال ختځو ولایتونو کې څه باندې ۴۰ ترورستي کمپونه شتون لري.
هغه همدارنګه ویلي چې غواړي له افغانستان سره پر پوله امنیتي کمربند جوړ کړي.


