دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهپه پکتیکا کې د ډبرو سکرو بخارۍ څلور تنه وژلي

په پکتیکا کې د ډبرو سکرو بخارۍ څلور تنه وژلي

ويب ډیسک

د پکتیکا د یحی خېلو ولسوالۍ په غیبي خېلو کلي کې د ډبرو سکرو بخارۍ د ګازو له امله څلور تنه وژل شوي دي.

په وژل شوېو کې ظاهرخان او د هغه درې تنه ملګري چې مېلمانه وو شامل دي.

د ظاهرخان د کورنۍ یوه غړي محمدخان د پنجشنبې په ورځ (د مرغومي ۱۶مه) ازادي راډیو ته وویل، دغه پېښه د چهارشنبې او پنجشنبې په منځنۍ شپه رامنځته شوې ده.

محمدخان وايي، ۳ میاشتې کېږي چې ظاهرخان له شل کلنۍ مسافرۍ وروسته کلي ته راستون شوی وو.

نوموړی زیاتوي:” بخارۍ د ذغالو وه، څلور واړه د شپې د دوی د میلمنو خونې ته راغلي دي، په خونه کې یې دغه بخارۍ ورته لګولې ده، د شپې بخار شوی دی، ظاهرخان او درې کسان نور ورسره وو، ظاهرخان له ځایه پورته شوی هم وو، بیا په بخارۍ ورلوېدلی وو، لاس او ولی یې ټپي شوي، هغه نور کسان خو بېخي له ځایه نه وو ښورېدلي.”

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان له سړو سیمو د بې احتیاطۍ له امله ډېری وخت د دا ډول پېښو راپورونه ورکول کېږي.

د‌ ازادي راډيو په مننه

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه