دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهمتقي :افغانستان یې له اقتصادي سقوطه ژغورلی دی.

متقي :افغانستان یې له اقتصادي سقوطه ژغورلی دی.

ويب ډیسک

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر وايي، افغانستان یې له اقتصادي سقوطه ژغورلی دی.

 

امیرخان متقي د جنورۍ پر شپږمه د یوشمېر وزارتونو ویاندانو ته په وینا کې چې رسنیو ته هم استول شوې، وویل، د طالبانو حکومت د هېواد دننه مالي سرچینې سمبالې کړې دي.

 

د ده په خبره، طالبانو حکومتي کارکوونکو ته د درو میاشتو تنخاګانې ورکړې دي او په خبره یې، ژر به د څلورمې میاشتې هم ورحواله کړي.

 

متقي زیاته کړه چې ورځ تر بلې پر بانکونو فشار کمېږي او نړیوالې ټولنې هم ورسره څو ځلې د نغدو پیسو مرسته کړې.

 

نوموړي دا څرګندونې پر داسې مهال کړې دي چې یوشمېر نړیوالو ادارو په ژمي کې په افغانستان کې د بشري ناورین خبرداری ورکړی دی.

 

ملګري ملتونه وايي، اوسمهال د افغانستان شاوخوا ۲۴ مېلیونه اوسېدونکي یعنې څه باندې نیمايي نفوس پوره خوړو ته لاس رسی نه لري.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه