یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهطالبان وايي : د کابل د پاسپورت ریاست مخته د برید مخه...

طالبان وايي : د کابل د پاسپورت ریاست مخته د برید مخه ونیول شوه

ويب ډیسک

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وایي، په کابل کې د پاسپورت عمومي ریاست مخته د برید مخه نیولې ده.

د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند عاقل جان عزام نن پنجشنبه ډسمبر ۲۳ (مرغومې دوهمه) رسنیو ته په لېږلو معلوماتو کې ویلي: “نن غرمه مهال یو بریدګر چې غوښتل يې پاسپورټ ریاست ننوځي د پاسپورټ ریاست د نظامي پرسونل له لورې په نښه کړل شو او ووژل شو.”

نوموړي زیاته کړې چې په برید کې چاته تلفات نه دي اوښتي.

تر دا مهاله د کابل پاسپورت ریاست مخته د برید د پلان مسؤلیت کومې وسله والې ډلې نه دی منلی.

د کابل د پاسپورت ریاست مخته پر داسې مهال د برید مخه نیول کیږي چې د یاد ریاست د معلوماتو په اساس نن پنجشنبه په دغه ریاست کې طالبانو او د هغوی د کورنیو غړو ته پاسپورتونه وېشل کېدل.

د یاد ریاست د معلوماتو په اساس د هرې پنجشنبې په ورځو طالبانو او د هغوی کورنیو ته پاسپورتونه ورکول کیږي.

د کابل د پاسپورت ریاست مخته هره ورځ په زرګونو کسان د پاسپورت اخیستلو لپاره راټولیږي چې له امله یې د مراجعینو کنټرول او نظم هم له توانه وتلی وي.

د دغه ریاست مسؤلینو تر دې مخکې هم له مراجعینو څخه غوښتي و چې د خپل نوبت له مخې یاد ریاست په ورتلو سره نظم مراعت کړي.

د پاسپورت ریاست مخته د مراجعینو د منظمولو او امنیت نیولو لپاره ګڼ شمېر طالب سرتیري په دندو ګمارل شوي دي.

د کابل د پاسپورت ریاست میاشت مخکې د تخنیکي ستونزو له امله د مراجعینو پر مخ تړل شوی او تیره یکشنبه بیرته پرانیستل شو.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه