دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهد پاکستان د ولکې لاندې کشمیر حکومت هلته د منظور پښتین پر...

د پاکستان د ولکې لاندې کشمیر حکومت هلته د منظور پښتین پر ورتګ بندیز لګولی دی

د پاکستان تر واک لاندې د کشمیر حکومت هلته د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر منظور پښتین پر ورتګ بندیز لګولی دی.
د کشمیر چارواکو دا اعلان د ډېسېمبر پر ۲۲مه پر داسې مهال کړی دی چې پښتین د ډېسېمبر پر ۲۴مه په کوټلي کې د جمو او کشمیر د زده کوونکو ملي ټولنې غونډې ته وربلل شوی وو.

د کشمیر د کورنیو چارو وزارت په بیان کې ویلي دي چې تر درو میاشتتو پورې به پر پښتین هغې سیمې ته پر ورتګ او وینا بندیز وي.

د کورنیو چارو وزارت دا بندیز د عامه نظم ساتلو له قانون سره سم لګولی دی.

دا لومړی ځل نه دی چې پر پښتین یوې سیمې ته پر ورتګ بندیز لګېږي. د بلوچستان صوبايي حکومت هم څو ځلې پر نوموړي او د غورځنګ پر نورو مخکښانو هلته پر تګ بندیز لګولی دی.

منظور پښتین د پاکستان تر واک لاندې د کشمیر حکومت د اقدام په غبرګون کې لا څه نه دي ویلي خو تر دې مخکې یې په بیا بیا خپل دریځ روښانه کړی دی او وايي، عامه نظم نه زیانمنوي او د جلسو او ویناګانو هدف یې د حقونو لپاره مبارزه او د پښتنو په سیمو کې له روانو حالاتو څخه د ولسونو خبرول دي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه