دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهطالبان غواړي خپل جنګیالي نورو هېوادونو ته ولېږي

طالبان غواړي خپل جنګیالي نورو هېوادونو ته ولېږي

ويب ډیسک

ان بي سي نیوز رسنۍ خبر ورکړی چې طالبانو په تېرو دوو اوونیو کې د تخلیې الوتنو مخه نیولې او غواړي خپل جنګیالي نورو هېوادونو ته ولېږي. رسنۍ د امریکا په کانګرس کې د یوې سرچینې په حواله ویلي چې طالبان غواړي خپل جنګیالي او ملاتړي بهر ته د کار لپاره واستوي او پیسې ولېږدوي.

د امریکا د بهرنیو چارو یوې رسمي سرچینې تایید کړې چې له تېرو دوو اوونیو راهیسې له کابله الوتنې ځنډول شوې دي. هغه هیله څرګنده کړه چې دغه الوتنې ژر پیل شي.

د امریکا په کانګرس کې یوې سرچینې هم ویلي چې طالبانو په وار وار غوښتي چې د کابل او دوحې ترمنځ د قطر پر هوايي لارو پروازونو د دې ډلې جنګیالیو او ملاتړو ته څو ځایونه په پام کې ونیول شي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه